نوے ډيلے۔ 25 جولائي (اے پي پي) د هند په راجهستان جهالاواړ اولسوالۍ كښې د يو سركاري سكول چهت پرېوتلو څخه د لږ نه لږ 4 ماشومان مړه او په درځنونو ژوبل شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس تر مخه د اولسوالۍ په پېپلو ډي كلي كښې د جمعې په سهار د سركاري سكول د يو كلاس روم چهت ناساپه راپرېوتلو څخه د لږ نه لږ 4 ماشومان مړه او …
راجهستان ٬ د سركاري سكول چهت پرېوتلو څخه 4 ماشومان مړه ٬ په درځنونو ژوبل
نوے ډيلے۔ 25 جولائي (اے پي پي) د هند په راجهستان جهالاواړ اولسوالۍ كښې د يو سركاري سكول چهت پرېوتلو څخه د لږ نه لږ 4 ماشومان مړه او په درځنونو ژوبل شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس تر مخه د اولسوالۍ په پېپلو ډي كلي كښې د جمعې په سهار د سركاري سكول د يو كلاس روم چهت ناساپه راپرېوتلو څخه د لږ نه لږ 4 ماشومان مړه او په درځنونو ژوبل شوي دي٬ چې كله چهت پرېوتلو نزدې 60 زده كوونكې موجود وو۔ د ملبې څخه تر اوسه 8 ماشومان ژوندي راوستلي شوي كوم چې په ژوبل شوي حالت كښې روغتون ته منتقل كړے شوي دي۔ د ابتدائي پلټنو تر مخه د سكول وداني ډېره زړه او موښودې وه د كومې چې په وخت مرمت نه ؤ شوے۔ مقامي كسانو مېډيا ته ووئېل د بيا بيا ګېلو باوجود انتظاميه د سكول مرمت لپاره هيڅ كاروائي نه وه كړې۔











