روس كښې د مسافرو الوتكه پرېوتله٬ 46 مسافر مړه شول

ماسكو۔24 جولائي (اے پي پي) د روسيه يوه مسافر الوتكه د چين سرحد سره نزدې آمو ريجن كښې منزل ته د رسېدو نه څه وخت وړاندې پرېوتلې۔ د روسيه خبر رسنې ايجنسۍ تاس تر مخه په مسافر الوتكه كښې 46 كسان ناست وو چې پكښې د يو مسافر د ژوندي پاتې كېدو امكان نشته۔ د تاس تر مخه د روسيه په سيمه د سائبريا فضائي كمپنۍ انګاره ايئر لائن اے …

ماسكو۔24 جولائي (اے پي پي) د روسيه يوه مسافر الوتكه د چين سرحد سره نزدې آمو ريجن كښې منزل ته د رسېدو نه څه وخت وړاندې پرېوتلې۔ د روسيه خبر رسنې ايجنسۍ تاس تر مخه په مسافر الوتكه كښې 46 كسان ناست وو چې پكښې د يو مسافر د ژوندي پاتې كېدو امكان نشته۔ د تاس تر مخه د روسيه په سيمه د سائبريا فضائي كمپنۍ انګاره ايئر لائن اے اين 24 الوتكه د بلا ګوو ېشچنسك نومې ځائے نه آمو ريجن كښې تائنډ هوائي مېدان ته رسېدلې وه چې د لېندنګ په مهال پكښې اور ولګېد ۔ د روسيه چارواكو تر مخه په الوتكه كښې د عملې غړو سره او د دوو كوچنيانو پشمول 40 مسافر ناست وو ۔ د سيمه اير شهري دفاع او فائر سيفټي سنټر تر مخه د ايم آئي 8 چورلكې عملې د پیښې په ځائے د كوم مسافر د ژوندي پاتې كېدو آثار نه دي ليدلي۔