سعودي عرب كښې وړومبنۍ د فنون او كلتور اكېډيمې پرانستلې شوه

رياض۔ 24 جولاي (اےپي پي) د سعودي كلتور او د تعليم وزارت په مرسته په مملكت كښې وړومبنۍ آرټس اېنډ كلچر اكيډېمي پرانستلې شوې كوم چې په مملكت كښې د خپل نوعيت وړومبے سركاري سكول دے۔ د اردو نيوز تر مخه د سعودي د كلتور وزارت وئېلې دي د دې اقدام مقصد د صلاحيت لرونكو سعودي ځوانانو شناخت او د دوي صلاحيتونه زياتول دي۔اكېډيمې به خپل وړومبے تعليمي كال 2025۔2026 …

رياض۔ 24 جولاي (اےپي پي) د سعودي كلتور او د تعليم وزارت په مرسته په مملكت كښې وړومبنۍ آرټس اېنډ كلچر اكيډېمي پرانستلې شوې كوم چې په مملكت كښې د خپل نوعيت وړومبے سركاري سكول دے۔ د اردو نيوز تر مخه د سعودي د كلتور وزارت وئېلې دي د دې اقدام مقصد د صلاحيت لرونكو سعودي ځوانانو شناخت او د دوي صلاحيتونه زياتول دي۔اكېډيمې به خپل وړومبے تعليمي كال 2025۔2026 په مهال په رياض او جده كښې داخلې وركوي۔ د رياض په النخيل ډسټركټ كښې به د هلكانو او په جده الشراع ډسټركټ كښې به د انجونو لپاره سكول جوړولې شي ٬ دغسې په وړومبي پراؤ كښې به پرائمري (فورته ګرېډ ) او انټر نېټ ميډيټ (فرسټ ګريډ) كښې صلاحيت لرونكو ته داخلې وركولې شي۔ په اكېډيمې كښې د تعليم وزارت د منظور شوي نصاب سره د كلتور او فنون خاص پراوګرامز يو ځائے كړے شوي دي۔ په دغه پروګرامز كښې ډرائنګ٬ تهېټر٬ اداكاري٬ موزيك او ګلكاري شامله ده۔

مزید خبریں