د پولې پورې غاړې ته د ترهګرۍ هندي تورونه ناسم دي٬ هند بايد د مظلوم جوړېدو او د تورونو لګولو د پخوانۍ بيانيې په ځاے خپله رويه بدله كړي۔ پاکستان

ملګري ملتونه 23 جولائي (اے پي پي) پاکستان د پولې پورې غاړې ته د ترهګرۍ هندي تورونه مسترد كولو سره وئيلي دي هند دې د مظلومه جوړېدو او د تورونو لګولو د پخوانۍ بيانيې سهارا اخستو په ځاے خپله رويه بدله كړي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب استازي عثمان جدون تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د ګڼ اړخيزه مرستې او د شخړو د …

ملګري ملتونه 23 جولائي (اے پي پي) پاکستان د پولې پورې غاړې ته د ترهګرۍ هندي تورونه مسترد كولو سره وئيلي دي هند دې د مظلومه جوړېدو او د تورونو لګولو د پخوانۍ بيانيې سهارا اخستو په ځاے خپله رويه بدله كړي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب استازي عثمان جدون تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د ګڼ اړخيزه مرستې او د شخړو د سوله ايز حل د لارې نړيوال امن او سلامتيا ته د ودې وركولو په سرخط د مباحثې په مهال د هندي سفير پرواتھني هريش لخوا د لګولے شوو تورونو په ځواب كښې وكړه ۔ ده د سلامتي كونسل 15 كسيزه كونسل ته ووئيل دا هم هند دے چې پاكستان او نورو هېوادونو كښې په فعاله توګه د ترهګرۍ سرپرستي٬ معاونت او په شا ولاړ دے ۔ده ووئيل د هند د مظلومه جوړېدو او په نورو د تورونو لګولو پخوانې بيانيه اوس غېر موثره شوې ده ٬ بايد هند خپله خود احتسابي وكړي او پخپل طرز عمل كښې سنجيده بدلون راولي او د نړيوالې قانوني ذمه وارۍ اوپالي۔ ده ووئيل هند دې د مظلوم جوړېدو او د تورونو لګولو د پخوانۍ بيانيې سهارا اخستو په ځاے خپله رويه بدله كړي

مزید خبریں