رياض ۔ 23 جولائي (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د كوېت امير شيخ مشعل الاحمد الجابر الصباح له د فيوچر انوېسټمنټ انيشييټو فورم په 9 ايډيېشن كښې د ګډون بلنه وركړې ده ۔ فورم به سږ كال د 27 نه تر 30 اكتوبر په رياض كښې كېږي ۔ د اردو نيوز تر مخه د كوېت امير ته د سعودي ولي عهد د اړخه لېكلې …
سعودي ولي عهد د كوېت امير له په فيوچر انوېسټمنټ فورم كښې د ګډون بلنه وركړه

مزید خبریں
رياض ۔ 23 جولائي (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د كوېت امير شيخ مشعل الاحمد الجابر الصباح له د فيوچر انوېسټمنټ انيشييټو فورم په 9 ايډيېشن كښې د ګډون بلنه وركړې ده ۔ فورم به سږ كال د 27 نه تر 30 اكتوبر په رياض كښې كېږي ۔ د اردو نيوز تر مخه د كوېت امير ته د سعودي ولي عهد د اړخه لېكلې بلنه تر لاسه شوې ده۔ په كوېت كښې د سعودي سفير شهزاده سلطان بن سعد بن خالد آل سعود تېره ورځ په قصر بيان كښې د كوېت امير سره ملاقات كښې بلنه وركړه۔ په دې مهال سينئر عهدېدار هم موجود وو۔ فيوچر انېشييټو يو داس فورم دے چرته چې نړيوال لارښود ٬ چيف ايګوېكټيوز او پالېسي ساز صعنتونه ٬ ګورننس او د انسانيت سباون تشكيلولو لپاره يو ځائے كېږي۔








