ملګري ملتونه۔ 23 جولائي(اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي زمونږ كاركنان په غزه كښې د زياتې لوږۍ او ستومانۍ نه بے هوشه كېږي٬ چې ورسره د انساني بقا لپاره خطرې زياتې شوي دي۔ دا خبره د ملګرو ملتونو د فلسطين كډوالو ادارې (نروا) وياند جوليت ټوما يو بيان كښې وكړه۔ ده ووئېل ډاكټران ٬ نرسانې ٬ خبريالان او د مرستياله كارمندانو پشمول ګڼ كسان د خپلو فرائضو تر سره …
زمونږ كاركنان په غزه كښې د لوږې او ستومانۍ نه بے هوشه كېږي ٬ چې ورسره د انساني بقا لپاره خطرې زياتې شوي٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 23 جولائي(اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي زمونږ كاركنان په غزه كښې د زياتې لوږۍ او ستومانۍ نه بے هوشه كېږي٬ چې ورسره د انساني بقا لپاره خطرې زياتې شوي دي۔ دا خبره د ملګرو ملتونو د فلسطين كډوالو ادارې (نروا) وياند جوليت ټوما يو بيان كښې وكړه۔ ده ووئېل ډاكټران ٬ نرسانې ٬ خبريالان او د مرستياله كارمندانو پشمول ګڼ كسان د خپلو فرائضو تر سره كولو په مهال د لوږۍ نه بے هوشه كېږي ۔ د ده وېنا ده د خوراك لټون د بمباري هومره وژنې كونكے شو٬ په غزه كښې د ضروري څيزونو بيعه 4 زره فيصد ته رسېدلې او په لكهونو خلق د خوراك ٬ داروګانو او نور ضروري څيزونو نه محروم دي ۔ د ورلډ پروګرام تر مخه نزدې په هر څلورو كښې يو كس د شديد قحط سره مخ دے او په زرګونو كوچنيان د غذائي كمي ښكار دي۔ ده غوښتنه وكړه چې په سمدستي جنګ بندۍ دې عمل وكړے شي ٬ د انساني مرستې لارې دې پرانستلې شي او مرسته دې د ملګرو ملتونو په څارنه كښې ورسولې شي ٬ دغسې چې په غزه كښې د انساني الميه مخه ونيولې شي۔








