دبئ۔ 23 جولائي (اے پي پي) د متحده عرب امارات اېمرېټس ګروپ سږ كال د 17 زره كسانو د بهرتۍ اعلان كړے دے۔ د امارات اليوم تر مخه د اېمرېټس ګروپ د اړخه د ټېلنټ رامخې ته كولو لپاره په نړيواله كچه يو لوي ډرائيو شروع كړے شوے چې سږ كال به ورله 17 زره 300 نه زيات كسان بهرتي كولې شي ٬ كومه چې د يو درمياني درجې د …
متحده عر ب امارات ٬ اېمرېتس ګروپ سږ كال د 17 زره كسانو د بهرتي كولو اعلان وكړو
دبئ۔ 23 جولائي (اے پي پي) د متحده عرب امارات اېمرېټس ګروپ سږ كال د 17 زره كسانو د بهرتۍ اعلان كړے دے۔ د امارات اليوم تر مخه د اېمرېټس ګروپ د اړخه د ټېلنټ رامخې ته كولو لپاره په نړيواله كچه يو لوي ډرائيو شروع كړے شوے چې سږ كال به ورله 17 زره 300 نه زيات كسان بهرتي كولې شي ٬ كومه چې د يو درمياني درجې د ښار ودانۍ برابر ده ۔ اېمرېتس او د دبئ نېشنل ائير پورټ اېسوسي ايېشن (دناتا) پشمول نورو ګراونډ سروسز څانګو كښې به دا ملازمتونه وركولې شي ٬ چې په كومو څانګو كښې به دا نوكرۍ وركولې شي په هغې كښې لائټ كريو٬ پائلټس ٬ انجينئرز٬ ماركېټنګ اينډ سېلز ٬ ګراونډ كنټرولر ٬ كېټرنګ ٬ آئي ټي سپېشلست ٬ هيو من رېسورسز او فنانس شاملې دي۔ بل پلو “دناتا” د كار ګو ٬ كېټرنګ او د ګراونډ كنټرولنګ سروسز لپاره د 4 زره كسانو د بهرتۍ كولو عنديه وركړې ده۔ اېمرېټس ګروپ كښې د كال 2022 نه پس 41 زره كسان بهرتي كړے شوي جې پكښې 22 زره د آپرېشنل سروسز سره تعلق لري ٬ دغسې د دې ګروپ افرادي قوت 1 لاكهه او 21 زره ته رسېدلے دے۔ په ګروپ كښې د ملازمت خوښي لرونكې د كوم هم هېواد نه په اي مېل رابطه كولې شي۔









