په نړيواله منډۍ كښې خام تېل ارزانېږي

نيويارك۔22 جولائي (اے پي پي) په نړيواله منډۍ كښې د خام تېلو بيعه كمېږي د كومې سبب چې د امرېكې او اروپائي ائتلاف تر مينځه د تجارتي جنګ اندیښنو په سرمايه كارو كښې راپېدا كړے تشويش دے۔ د نهې په ورځ د تجارتي هلو ځلو په مهال د برېنټ كروډ بيعه 52 سېنټ (75۔0 فيصد) كمي نه پس 69۔68 ډالر بېرل ته راغله۔دغسې د امرېكې د وېسټ ټېكساس د انټر …

نيويارك۔22 جولائي (اے پي پي) په نړيواله منډۍ كښې د خام تېلو بيعه كمېږي د كومې سبب چې د امرېكې او اروپائي ائتلاف تر مينځه د تجارتي جنګ اندیښنو په سرمايه كارو كښې راپېدا كړے تشويش دے۔ د نهې په ورځ د تجارتي هلو ځلو په مهال د برېنټ كروډ بيعه 52 سېنټ (75۔0 فيصد) كمي نه پس 69۔68 ډالر بېرل ته راغله۔دغسې د امرېكې د وېسټ ټېكساس د انټر مېډيټ سوداګانې د 51 سېنټ ( 76۔0 فيصد) كمي سره په 69۔66 ډالر بېرل وشوې۔ د پوهانو تر مخه امرېكا او اروپائي ائتلاف كوم چې د نړۍ د خام تېلو لويې صارفين دي تر مينځه تجارتي جنګ په اقتصادي هلو ځلو كښې ممكنه كمي او د ايندهن په طلب كښې د قلارتيا اندیښنو د سرمايه كارو په جذبات منفي اثر پرېباسلے دے۔