د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد كښې د چينائي وګړو امنيتي انتظامات په اړه د جاج اغستو غونډه٬ د سي پېك پرمختګ په لړ كښې پاكستان كښې د چينائي وګړو تحفظ لا د اهميت وړ دے۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پرمختګ په لړ كښې پاكستان كښې د چينائي وګړو تحفظ لا د اهميت وړ ګرځېدلے ٬مونږ په هېواد كښې د چينائي ورورولۍ لپاره يو محفوظ او كاروبار دوسته ماحول وركوو٬په ټول هېواد كښې نړيوال معيار له مخې سيف سټي پروژې روانې دي٬چين زمونږ دوست هېواد دے٬چين سره په ورورولۍ اډانه زمونږ تاريخي اړيكې …

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پرمختګ په لړ كښې پاكستان كښې د چينائي وګړو تحفظ لا د اهميت وړ ګرځېدلے ٬مونږ په هېواد كښې د چينائي ورورولۍ لپاره يو محفوظ او كاروبار دوسته ماحول وركوو٬په ټول هېواد كښې نړيوال معيار له مخې سيف سټي پروژې روانې دي٬چين زمونږ دوست هېواد دے٬چين سره په ورورولۍ اډانه زمونږ تاريخي اړيكې موجود دي٬ د چينائي وروڼو تحفظ د حكومت وړومبې پام لرنه ده ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د چينائي وګړو امنيت انتظامات په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔په دې موقع وزيراعظم ووئېل د اسلام آباد پشمول په ټول هېواد كښې د چينائي وګړو امنيت موثره كولو لپاره ګڼ شمېر اقدامات كېږي٬سيف سټي منصوبې د دې زيات شوې استعداد ښه مثال دے٬په ټول هېواد كښې د نړيوال معيار له مخې سيف سټي منصوبې روانې دي٬وزيراعظم ووئېل چين زمونږ دوست هېواد دے٬چين سره زمونږ په ورورولۍ اډانه تاريخي اړيكې قائم دي٬د چينائي وروڼو تحفظ د پاكستان حكومت وړومبې پام لرنه ده۔وزيراعظم ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهداري د پاكستان او چين مهم شريكه پروژه ده٬چين پاكستان اقتصادي راهداري اوس دوهم پړاؤ ته داخليږي چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه بزنس ټو بزنس پشان معاملات ترسره كولې شي۔وزيراعظم ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پرمختګ په لړ كښې پاكستان كښې د چين وګړو تحفظ نور هم د اهميت وړ جوړ شوے٬مونږ په هېواد كښې د چينائي ورورولۍ لپاره يو محفوظ او كاروبار دوست ماحول جوړوو۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان معيشت كښې د چينائي كمپنو باور زمونږ معاشي سباؤن لپاره ډېر مهم دے٬په ټول هېواد كښې په هوائي اډو د چينائي وګړو تګ راتګ آسانيو لپاره دې په ترجيحي بنيادونو اقدامات واخستلے شي۔په غونډه كښې وزيراعظم ته په ټول هېواد كښې چينائي وګړو لپاره د خاص امنيتي انتظامات پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې داخله وزير وزيراعظم په ټول هېواد كښې د امنيتي انتظامات په اړه خبر كړو۔بريفنګ كښې ووئېل شول د ترهه ګرۍ اندېښنو له مخې د چينائي وګړو خاص امنيت انتظامات نافذ العمل دي٬وفاق او ټولې صوې په دې لړ كښې بشپړه مرسته كوي۔بريفنګ كښې ووئېل شول په ټول هېواد كښې سيف سټي په پروژې روانې دي ٬د چينائي وګړو سفر لپاره د سكيورټي ايكسورټ آسانۍ وركړې كيږي٬ په ټولو نوو استوګنو پروژو كښې د سيف سټي معيار كيمرې لګولې شي۔په غونډه كښې داخله وزير محسن رضا نقوي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬وزير مملكت طلال چوهدري٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او نور اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں