اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ بنيادي سبب غربت٬بې روزګاري او ناخواندګي ده٬مونږ له به په دې بنيادي مسئلو قابو موندلو لپاره جامع حكمت عملي اختيارول وي ٬ دغسې چې ځوانان نسل ته د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ كښې د برخې اغستلو موقع ترلاسه شي۔د سينيټ سيكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان …
د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ بنيادي سبب غربت٬بې روزګاري او ناخواندګي ده۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د كلام بي بي انټرنېشنل ويمن انسټي ټيوټ بنو وړومبۍ د سينيټ غونډې ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ بنيادي سبب غربت٬بې روزګاري او ناخواندګي ده٬مونږ له به په دې بنيادي مسئلو قابو موندلو لپاره جامع حكمت عملي اختيارول وي ٬ دغسې چې ځوانان نسل ته د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ كښې د برخې اغستلو موقع ترلاسه شي۔د سينيټ سيكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان صدر نمائندكي كولو سره د كلام بي بي انټرنېشنل ويمن انسټي ټيوټ بنو د وړومبې سينيټ غونډې ته وينا كښې وكړه ۔دا مهمه غونډه د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه چې پكښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي٬د ايچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد٬د ادارې وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر اورنګزيب خان٬شاهده اختر علي ايم اين اے٬انجينئر احمد خان كنډي٬د خېبرپښتونخوا صوبائي اسمبلې غړي او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔د سينيټ چيئرمېن كلام بي بي د انټرنېشنل ويمن انسټي ټيوټ بنو جوړول خوشبينه وګرځول۔ده ووئيل د دې ادارې څخه به د سوئېلي ضلعو مېرمنو ته اعلٰی پېيه وره تعليم ترلاسه كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ده د ادارې جوړولو لپاره شوې هڅې هم وستائېلې او هغه په دې خبره زور راوړو چې ادارې ته د زياتو نه زياتې آسانۍ وركولو لپاره اقدامات پورته كړې شي۔د سينيټ چيئرمېن ووئيل تعليم او روغتيا څانګې زما زړه ته ډېرې نزدې دي او دواړه څانګې خپل مينځ كښې ژور تعلق لري ٬ د مېرمنو خېرېښېګړه او د اقليتونو د قامي پرمختګ په مركزي دائره كښې شاملولو ته مونږ وړومبې پام لرنه كوو۔په غونډه كښې د ادارې وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر اونګزيب خان د ادارې اغراض او مقاصد٬مسائل او په نورو مهمو اړخونو بريفنګ هم وركړو۔










