اسلام آباد۔22جولائي (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وفاقي وزير رانا تنویر حسین د چینو په اړه د يوې اعلیٰ كچ غونډې مشري كړې چې پكښې د پاکستان شوګر ملز ایسوسي ایشن (پی ایس ایم اے )، صوبائي زرعي محکمو او ګرډ هېواد څخه مهمو سټیک هولډرز ګدون وكړو ۔ د غونډې مقصد د چینو بيعو په موجودہ صورتحال او د حکومت د اړخه په مقرر کړې …
د چینو په بيعه کښې مصنوعي زياتوالے به برداشت نه كړو ، د حکومت په ټول هېواد كښې د کریک ډاؤن عندیه

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جولائي (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وفاقي وزير رانا تنویر حسین د چینو په اړه د يوې اعلیٰ كچ غونډې مشري كړې چې پكښې د پاکستان شوګر ملز ایسوسي ایشن (پی ایس ایم اے )، صوبائي زرعي محکمو او ګرډ هېواد څخه مهمو سټیک هولډرز ګدون وكړو ۔ د غونډې مقصد د چینو بيعو په موجودہ صورتحال او د حکومت د اړخه په مقرر کړې ایکس مل ریټ 165 روپۍ کلو د عملدرآمد جاج واغستلے شو ۔ وفاقی وزیر په هغه اطلاعات شدید تشویش ښكاره كړو چې ګڼ شوګر ملز د سرکاري ټاكلې بيعې خلاف ورزي كوي ٬ چې ورسره د چینو په بيعه كښې مصنوعي اضافه كېږي او په اولس بلاجواز بار اچولے شي ۔ ده واضحه كړه چې حکومت په داسې منډۍ كښې به ورانے كول په هيڅ صورت برداشت نه كړي۔ ده پي ایس ایم اے ته په سختۍ سره خبردارے وركړو که ایسوسي ایشن خپلو غړو څخه په حکومتي پرېكړو عملدرآمد كولو كښې ناکامه راغلو نو حکومت به پخپله د منافع خورۍ، ذخیرہ اندوزۍ او په زياتو بيعو د چیني خرڅوونكو ملز په ضد په ټول هېواد كښې کریک ډاؤن شروع کړي ۔ ده ټولو صوبائي حکومتونو ته سپارښتنه وكړه چې په 24 ساعتو كښې د عملدرآمد تفصیلي رپورټ وړاندې كړئ او د ضلعو په كچه د څارنې نظام لا مؤثر كرئ۔










