رياض۔ 22 جولائي (اے پي پي ) د سعودي عرب داخله وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود په لندن كښې د برطانيه داخله وزير يويټ كوپر سره د شرېك امنيت په ګڼو لوظنامو لاس ليك كړے دے۔ ايس پي اے دا ملاقات د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سپارښتنې تر مخه شوے ٬ چې پكښې دواړو وزيرانو په دوه اړخيزه امنيتي چارو او په مرسته خبرې وكړې۔ …
د سعودي داخله وزير د برطانيې خپل هم منصب سره ملاقات ٬ د امنيت په مرسته لاس ليك
رياض۔ 22 جولائي (اے پي پي ) د سعودي عرب داخله وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود په لندن كښې د برطانيه داخله وزير يويټ كوپر سره د شرېك امنيت په ګڼو لوظنامو لاس ليك كړے دے۔ ايس پي اے دا ملاقات د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سپارښتنې تر مخه شوے ٬ چې پكښې دواړو وزيرانو په دوه اړخيزه امنيتي چارو او په مرسته خبرې وكړې۔ شهزاده عبدالعزيز بن سعود خپل ټويټ كښې ووئېل په غونده كښې د سعودي برطانيه سېكورټي پروګرام (جے پي او) تر مخه په بېلو چارو خبرې وشوې او ګڼې لوظنامې وشوې چې پكښې سټرېټېجك شراكت داري او د امنيتي مرستې لا زياتول شاملې دي۔ داخله وزير په دې خبره زور راوړو چې دا ملاقات د دواړو دوست هېوادونو ترمينځه د امنيتي مرستې قوي كولو لپاره د حكومتي سپارښتنې تر مخه دے او د سعودي حكومت د منظمو جرائمو خلاف شريك اقدامات ٬ د تجربو تبادلې او د پوهانو مرسته زياتولو له خوښي لري۔









