اسلام آباد۔22 جولائی(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي قلات كښې د هندي سپانسرډ ترهه ګرو په ضد كامياب انټیلیجنس بيسډ آپرېشن په مهال د 4 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير امنيتي ځواكونو پيشه واره صلاحيتونه وستائېل۔ده ووئيل د هند ملاتړ لرونكو څلورو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي قلات كښې د هند سپانسرډ 4 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد۔22 جولائی(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي قلات كښې د هندي سپانسرډ ترهه ګرو په ضد كامياب انټیلیجنس بيسډ آپرېشن په مهال د 4 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير امنيتي ځواكونو پيشه واره صلاحيتونه وستائېل۔ده ووئيل د هند ملاتړ لرونكو څلورو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته سلام كوم۔محسن نقوي ووئېل د امنيتي ځواكونو په وخت كاروائۍ كولو سره د انډين سپانسرډ ترهه ګرو ناوړه ارادې ناكامه كړې شوې ۔قام د فتنه الهندوستان ترهه ګرو خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو كاروائيو ته د ستائنې په نظر ګوري۔وفاقي وزير محسن نقوي ووئېل د هند سپانسرډ ترهه ګرو عبرتناك انجام ښكاره پېغام دے چې پاكستان كښې به دې فتنې ته د پټېدو ځاے ترلاسه نه شي۔محسن نقوي ووئيل د پاكستان څخه به د فتنه الهندوستان يو يو ترهه ګر ختموو۔










