وزيراعظم محمد شهباز شريف اسلام آباد كښې د سېف سټي، كيپټل كمانډ اينډ كنټرول سينټر دوره٬ د پوليس سټيشن آن وهيلز پروژې پرانسته

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېف سټي، كيپټل كمانډ اينډ كنټرول سينټر دوره وكړه او د سېف سټي منصوبې ترمخه د پوليس سټيشن آن وهيلز منصوبې پرانسته يې وكړه۔د نهې په ورځ سېف سټي، كيپټل كمانډ اينډ كنټرول سينټر دورې په موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اﷲ تارړ او د كورنيو چارو وزير …

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېف سټي، كيپټل كمانډ اينډ كنټرول سينټر دوره وكړه او د سېف سټي منصوبې ترمخه د پوليس سټيشن آن وهيلز منصوبې پرانسته يې وكړه۔د نهې په ورځ سېف سټي، كيپټل كمانډ اينډ كنټرول سينټر دورې په موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اﷲ تارړ او د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري هم د وزيراعظم سره وو۔د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي په دې موقع وزيراعظم له د منصوبې په اړه بريفنګ وركړو۔ده ووئيل پوليس سټيشن آن وهيلز مقصد 60 كلونو څخه زيات عمر لرونكو كسانو له د ډرائيونګ لائسنس اجراء نه علاوه اولس له ايف آئي آر او نوري آسانۍ وركول دي۔بريفنګ كښې ووئيل شول د سېف سټي سرويلنس سسټم ترمخه اسلام آباد كښې په مجموعي توګه 3257 كيمرې لګولې شوي،د دې كيمرو د لارې اسلام آباد كښې د بېلو دستورو، محرم الحرام او سېلاب په شان د خصوصي پېښو سكيورټي لپاره نګراني كيږي،په يو كال كښې 1700 كيمرې سمې كړې شوي ٬د نوې پراجيكټ له مخې زمونږ د كيمرو شمېره 3300 ته رسېدلې كومو څخه چې د 97 فيصد اسلام آباد كوريج كيږي٬ جامع نګرانۍ لپاره اے آئي او فېشل ريكګنيشن په شان جديد ټيكنالوجي استعماليږي۔ وزيراعظم په دوره كښې د پوليس آپريشن سينټر، آن لائن ويمن پوليس سټيشن، ټيكسي ويري فيكيشن سسټم او د هنچ ليب مركزونو هم دوره وكړه۔ وزيراعظم په هائي پروفائل مقدمو د كار كوونكو سېف سټي صلاحيت لرونكو ځوانانو له د هغوي د خدمات ترمخه ليپ ټاپ وركړل۔ وزيراعظم سيف سټي كښې كار كوونكو اهلكارو سره خبرې وكړې او د هغوي ډاډګيرنه ئې وكړه۔ دوره كښې وزيراعظم ته د سېف سټي د اړخه د پوليس سټيشن آن وهيلز وړومبے ډرائيونګ لائسنس په اعزازي توګه وركړے شو۔ وزيراعظم ته د پوليس سټيشن آن وهيلز ترمخه درج كړے شوے وړومبے ايف آئي آر هم وښودلے شو۔

مزید خبریں