بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان نور 4 ترهګر ووژل شول

پېنډۍ ۔22جولائی(اے پی پی) د بلوچستان په قلات ضلع كښې په 19 جولائی 2025 د امنيتي ځواكونو لخوا په استخباراتي اطلاعات د يوې كاميابۍ كارروايۍ په مهال هندي پراكسي ٬ د فتنة الهندوستان څلور ترهګر ووژل شول۔ دې آپرېشن څخه وروستو په 21 جولائي سيمه كښې يو منظم کلیئرنس او سېنېټائزېشن آپرېشن وكړے شو۔ د آئی اېس پی آر له مخې د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د آپرېشن …

پېنډۍ ۔22جولائی(اے پی پی) د بلوچستان په قلات ضلع كښې په 19 جولائی 2025 د امنيتي ځواكونو لخوا په استخباراتي اطلاعات د يوې كاميابۍ كارروايۍ په مهال هندي پراكسي ٬ د فتنة الهندوستان څلور ترهګر ووژل شول۔ دې آپرېشن څخه وروستو په 21 جولائي سيمه كښې يو منظم کلیئرنس او سېنېټائزېشن آپرېشن وكړے شو۔ د آئی اېس پی آر له مخې د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د آپرېشن په مهال فورسز د څلورو نورو ترهګرو درك ولګولو او خپل منطقي انجام ته ورسولے شول۔ د كارروايۍ په مهال د ترھګرو يو پټڼ ځائے هم تباه كړے شو چرته څخه چې په لويې مقدار وسله او چاودېدونكي توكي برآمد شول۔ امنيتي ځواكونه د خپل قام ترڅنګ د دښمن ناپاكه عزائمو ناكامه كولو عزم لري۔ د هندي پراكسيز لخوا په بلوچستان كښې د امن ٬ استحكام او پرمختګ سبوتاژ كولو هڅې به په هېڅ صورت كاميابېدو ته پرې نه ښودلې شي۔ د امنيتي ځواكونو د وياند وېنا ده چې داسې آپرېشنز ترهګرو لپاره ښكاره پېغام دے چې د بلوچستان امن سره لوبې كوؤنكي به د عبرت نشان جوړولې شي۔

مزید خبریں