د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف سره د رائل سعودي نيول فورسز مشر وائس ايډمرل عبدالرحمن الغريبي ملاقات، د سيمي په امنيتي صورتحال او دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه

پينډۍ 22 جولائي (اے پي پي) د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف سره د رائل سعودي نيول فورسز مشر وائس ايډمرل عبدالرحمن الغريبي نيول هيډكوارټرز كښې ملاقات كړے۔د آئي اېس پي آر د اړخه جاري پرېس ريليز له مخې نيول هيډكوارټرز ته په رسيدو د سعودي بحريه مشر ته د پاك بحريه يوې چتګ ډلي ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ ملاقات كښې د شريكي خوښي په چارو،د سيمي په …

پينډۍ 22 جولائي (اے پي پي) د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف سره د رائل سعودي نيول فورسز مشر وائس ايډمرل عبدالرحمن الغريبي نيول هيډكوارټرز كښې ملاقات كړے۔د آئي اېس پي آر د اړخه جاري پرېس ريليز له مخې نيول هيډكوارټرز ته په رسيدو د سعودي بحريه مشر ته د پاك بحريه يوې چتګ ډلي ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ ملاقات كښې د شريكي خوښي په چارو،د سيمي په امنيتي صورتحال او دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دغسې نيول چيف د ريجنل ميري ټائم سكيورټي پټرولز د لارې سيمه كښې امن او سلامتيا لپاره د پاك بحريه په اقدامات رڼا واچوله۔ د سعودي بحريه مشر سيمه كښې د بحري امنيت او استحكام په اړه د پاك بحريه هڅي وستائېلي۔ وائس ايډمرل عبدالرحمن الغريبي د پاكستان نيول اكيډمي كښې د سعودي كيډټس معياري تربيه وستائېله او د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د دفاعي اړيكو دائره كار لا قوي كولو لپاره يې د عزم پخلے وكړو۔ د سعودي بحريه مشر اوسنۍ دورې سره به د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د وسله والو ځواكونو ترمينځه اړيكو ته وده ترلاسه شي۔

مزید خبریں