اسلام آباد 22 جولائی(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بابو سرټاپ٬ګلګت بلتستان كښې سيلاب څخه په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره په پېښه كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره غمرازۍ او د يو والي څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ ده سيلاب څخه د ژوبل شوو سېلګرو زر روغتيا لپاره دعا وكړه او اړوندو ادارو ته يې د رېسكيو او …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بابو سرټاپ٬ګلګت بلتستان كښې سيلاب څخه په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائی(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بابو سرټاپ٬ګلګت بلتستان كښې سيلاب څخه په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره په پېښه كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره غمرازۍ او د يو والي څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ ده سيلاب څخه د ژوبل شوو سېلګرو زر روغتيا لپاره دعا وكړه او اړوندو ادارو ته يې د رېسكيو او رېليف آپرېشن په تندولو زور راوړېو۔ده ووئيل قدرتي آفات څخه بچ كېدو لپاره پيشګي حفاظتي اقدامات ضرورې دې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بابوسر٬ديامر او ګلګت بلتستان كښې ځپليو سيمو اولس سره د يو والي څرګندونه او په پېښه كښې په حق رسېدلو كسانو بخښنې لپاره دعا وكړه ۔سپيكر سردار اياز صادق د سكيورټي او رېسكيو ادارو په وخت كاروائيو ستائنه وكړه او ځپليو لپاره د خيمو ٬راشن او طبي مرستې په وركولو ضرورت يې زور راوړو ۔ده اړوندو چارواكو ته سېلاب څخه د ځپلي انفراسټركچر زر بحالۍ لپاره د ټولو وسائلو كارولو هدايت وكړو ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سېلاب كښې په حق رسېدلو كسانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔










