اسلام آباد 22 جولائی(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د هېواد په بېلو سيمو په خاص توګه بابو سر ټاپ٬مظفرآباد٬كوز دير٬سوات او نورو ضلعو كښې د سختو بارانونو٬كلاؤډ برسټ او سېلاب په نتيجه كښې په قيمتي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د سينيټ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن ووئيل د ځپليو كورنيو په …
د سينيټ چيئرمېن د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې په قيمتي ځاني و مالي زيان د افسوس څرګندونه٬ځپليو سيمو كښې د رېسكيو او رېليف اقدامات امر

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائی(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د هېواد په بېلو سيمو په خاص توګه بابو سر ټاپ٬مظفرآباد٬كوز دير٬سوات او نورو ضلعو كښې د سختو بارانونو٬كلاؤډ برسټ او سېلاب په نتيجه كښې په قيمتي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د سينيټ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن ووئيل د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو او په دې سخت وخت كښې زمونږ ټولو يو والې٬همدردۍ او سمدستي عملي اقدامات ته ضرورت دے۔ده ځپليو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره په حق رسېدلو كسانو لوړو درجو او ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه ۔ده د پاكستان حكومت٬اين ډي ايم اے٬صوبائي حكومتونو او نورو اړوند ادارو ته ووئېل په سمدستي توګه د ځپلو رېسكيو او رېليف له موثر اقدامات وكړئ۔په خاص توګه هغه سيمو كښې چرته چې د كلاؤډ برسټ يا خاورو كمرو په څير بېړنۍ صورتحال رامخې ته دے۔ده ووئيل ژوبل شوو ته په سمدستي توګه طبي مرسته٬بې كوره كسانو ته شيلټر٬خوراك او د ژوند ضروريات دې باوري كړې شي۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل سينيټ په هر سخت وخت كښې د اولس سره ولاړ پاتې شوے او موجوده حالات كښې به هم د خپلو ټولو وسائلو مخ ملازې كارولو سره د ځپلو كسانو مسائل حل كښې كردار ادا كوو۔










