اسلام آباد۔22 جولائی(اے پی پی)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان سخت موسمي حالات٬په خاص توګه شمالي سيمو٬بابو سر ټاپ٬سوات٬مظفرآباد او كوز دير كښې د طوفاني بارانونو٬كلاؤډ برسټ او سېلاب صورتحال په نتيجه كښې په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔د نهې په ورځ د سينيټ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ دوهم چيئرمېن ووئيل د بابو سر ټاپ كلاؤډ برسټ پېښه دړدېدونكې ده٬ …
د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان په هېواد كښې د بارانونو څخه په ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔22 جولائی(اے پی پی)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان سخت موسمي حالات٬په خاص توګه شمالي سيمو٬بابو سر ټاپ٬سوات٬مظفرآباد او كوز دير كښې د طوفاني بارانونو٬كلاؤډ برسټ او سېلاب صورتحال په نتيجه كښې په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔د نهې په ورځ د سينيټ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ دوهم چيئرمېن ووئيل د بابو سر ټاپ كلاؤډ برسټ پېښه دړدېدونكې ده٬ چرته چې قيمتي ځاني زيان شوے٬ګڼ شمېر كسان ژوبل او بې دركه شوي دي۔ده ځپليو كورنيو سره د همدردۍ او يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل ټول قام په دې سخت وخت كښې د غم جنې كورنۍ سره ولاړ دے۔ده ووئيل صوبائي حكومتونه٬اين ډي ايم اے٬پي ډي ايم اے او ضلعې انتظاميې په شريكه رابطه او د مرستې موثر د بحالۍ اقدامات كړي دغسې چی ځپليو ته په سمدستي توګه آسانۍ وركړې شي۔د سينيټ دوهم چيئرمېن په حق رسېدلو كسانو بخښنې او لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا كولو سره ووئېل اوسنو پېښو يو ځل بيا دا خبره رامخې ته كړه چې پاكستان له به د موسمياتي بدلونونو چېلنونو په سنجيدګۍ سره مقابله كول وي۔










