د بنګله ديش تربيتي الوتكې پيښه كښې د مړو شميره 27 ته ورسيده

ډھاکه ۔22جولائی(اے پی پی) د بنګله ديش هوائي پوځ تربيتي الوتكه د سكول په ودانۍ پريوتو پېښې له امله د مړو شميره 27 ته ورسيده په كومو كښې چې 25 كوچنيان شامل دي۔ د شنهوا له مخې د عبوري حكومت د چيف اېډوائزر د روغتيا او كورنۍ خېر ښېګړې خاص مرستيال ايم سيد الرحمن د نهې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل په نورو مړو شوو دوو كسانو كښې پائيلوټ …

ډھاکه ۔22جولائی(اے پی پی) د بنګله ديش هوائي پوځ تربيتي الوتكه د سكول په ودانۍ پريوتو پېښې له امله د مړو شميره 27 ته ورسيده په كومو كښې چې 25 كوچنيان شامل دي۔ د شنهوا له مخې د عبوري حكومت د چيف اېډوائزر د روغتيا او كورنۍ خېر ښېګړې خاص مرستيال ايم سيد الرحمن د نهې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل په نورو مړو شوو دوو كسانو كښې پائيلوټ او د سكول يوه استاذه شامله ده۔ ده ووئيل په پېښه كښې د ژوبل شوو 78 كسانو درملنې په بېلو روغتونو كښې روانې دي په كومو كښې چې د 5 حالت اندېښمن ښودلے شي۔ حكومت په دې دړدېدلې پېښه د يوې ورځې قامي غم اعلان كړے دے۔ د انټر سروسز پبلک ریلېشنز ډائرېكټورېټ له مخې د بنګله دېش يوه الوتكه كومه چې د معمول په تربيتي پرواز وه ٬ د ګل په ورځ ډھاكه كښې اے کے خندکر ایئر بېس څخه له پاڅېدو وروستو نزدې د سكول ودانۍ سره ټكر شوه