بیجنګ۔22 جولائی(اے پی پی) د چين په شانډونګ ولايت كښې د سېلاب پېښه كښې دوه كسان مړه او 10 نور بې دركه شوي دي۔ د شنهوا له مخې ځايي چارواكو په خپل بيان كښې وئيلي دي چې په لائي وو ضلع كښې 5 ساعته پرله پسې باران وشو چې په نتيجه كښې يۍ دوانګژوانګ ټاؤن شپ ته نزدې په 2 كليو كښې سېلاب راغلو۔ د سېلاب د لاسه دوه كسان …
د چین په شانډونګ صوبه كښې سيلابي صورتحال ٬ 2 كسان مړه ٬ 10 بې دركه
بیجنګ۔22 جولائی(اے پی پی) د چين په شانډونګ ولايت كښې د سېلاب پېښه كښې دوه كسان مړه او 10 نور بې دركه شوي دي۔ د شنهوا له مخې ځايي چارواكو په خپل بيان كښې وئيلي دي چې په لائي وو ضلع كښې 5 ساعته پرله پسې باران وشو چې په نتيجه كښې يۍ دوانګژوانګ ټاؤن شپ ته نزدې په 2 كليو كښې سېلاب راغلو۔ د سېلاب د لاسه دوه كسان مړه ٬ 10 بې دركه او 19 كورونو ته زيان ورسېد۔ د بې دركه شوو كسانو درك لګولو له عمليات روان دي۔









