روس كښې د بس پیښه كښې 14 كسان مړه ٬ 7 ژوبل شول

ماسكو 21 جولائي (اے پي پي) په روسيه كښې د بس پیښه كښې 14 كسان مړه او 7 ژوبل شول۔ د شنهوا تر مخه ځايي چارواكو د روسيه په جمهوريه ساكها كښې د ګل په سهار د يو بس د غر څخه په پرېوتو د 14 كسانو د مرګ او د 7 كسانو د ژوبل كېدو تصديق كړے دے۔ د سيمه ايز داخله وزارت يو بيان تر مخه پیښه د …

ماسكو 21 جولائي (اے پي پي) په روسيه كښې د بس پیښه كښې 14 كسان مړه او 7 ژوبل شول۔ د شنهوا تر مخه ځايي چارواكو د روسيه په جمهوريه ساكها كښې د ګل په سهار د يو بس د غر څخه په پرېوتو د 14 كسانو د مرګ او د 7 كسانو د ژوبل كېدو تصديق كړے دے۔ د سيمه ايز داخله وزارت يو بيان تر مخه پیښه د مقامي وخت تر مخه د ډينېسو فسكي مائنګ ايېنډ پرسېسنګ پلانټ په كار كونكې سړك رامخې ته شوه۔ بيان كښې وئېلې شوي په ګاري كښې د 30 نه زيات كسان ناست وو۔ د ابتدائي پلټنو نه معلومه شوې چې پیښه كښې په حق رسېدونكو كښې ډرائيور هم شامل دے او په 7 ژوبل شوو كښې د دوو حالت اندېښمند دے ۔