د پاكستان شاهينز د انګلينډ دوره به سبا په رسمي توګه پيل شي

لندن۔21جولائی(اے پی پی) د پاکستان شاهینز د انګلېنډ دوره به (سبا) د نهې ورځ څخه په رسمي توګه پیل شي چرته به چې هغه درې يو ورځني او دوه درې ورځني مېچونه كوي۔ ډله به اولنے يو ورځنے مېچ به د پروفېشنل کاؤنټی کلب سلېکټ الېون په ضد په 22 جولائی ٬ دويم په 25 جولائي او درېم او ورستے مېچ به په 27 جولائي كولې شي۔ دا درې واړه …

لندن۔21جولائی(اے پی پی) د پاکستان شاهینز د انګلېنډ دوره به (سبا) د نهې ورځ څخه په رسمي توګه پیل شي چرته به چې هغه درې يو ورځني او دوه درې ورځني مېچونه كوي۔ ډله به اولنے يو ورځنے مېچ به د پروفېشنل کاؤنټی کلب سلېکټ الېون په ضد په 22 جولائی ٬ دويم په 25 جولائي او درېم او ورستے مېچ به په 27 جولائي كولې شي۔ دا درې واړه مېچونه به په بېكنهم كښې كيږي۔ د يو ورځنو مېچونو سيريز څخه وروستو به 2 درې ورځني مېچونه كېږي په كومو كښې به چې اولنے 29 څخه تر 31 جولائي په هوو او دويم مېچ به 3 اګست څخه تر 5 اګست په کېنټربری كښې كيږي۔ د پاکستان شاهینز کپتان سعود شکیل وېنا ده چې مونږ انګلش کنډیشنز سره د همغږۍ پېدا كولو هڅه كوو او دا به ځوانانو لوبغاړو لپاره يوه مهمه تجربه ثابته شي۔ دا خبره دې ياده وي د دې دورې مقصد ځوانانو او رامخې ته كېدونكو لوبغاړو ته په انګلش كنډيشنز كښې د لوبې كولو موقع وركول دي دغسې چې دوي د سباؤن چېلنجونو مقابلې كولو لپاره جوګه شي۔

مزید خبریں