د بنګله ديش فضائيه تربيتي الوتكه نسكوره شوه ٬ 16 كسان مړه٬ د سلو نه زيات ژوبل

ډھاکه 21 جولائي (اے پي پي) د بنګله دېش فضائيه تربيتي الوتكه د سكول په ودانۍ غورځېدلې چې په نيتجه كښې يې د لږ نه لږ 16 كسان مړه او د سلو نه زيات ژوبل شوي دي ۔ د بي بي سي رپورټ له مخې د عبوري حكومت چيف ايډوائزر محمد يونس خاص مرستيال پروفيسر سيد الرحمان پېښه كښې د مړو كسانو تصديق وكړو ۔ د بنګله دېشن حكومت د …

ډھاکه 21 جولائي (اے پي پي) د بنګله دېش فضائيه تربيتي الوتكه د سكول په ودانۍ غورځېدلې چې په نيتجه كښې يې د لږ نه لږ 16 كسان مړه او د سلو نه زيات ژوبل شوي دي ۔ د بي بي سي رپورټ له مخې د عبوري حكومت چيف ايډوائزر محمد يونس خاص مرستيال پروفيسر سيد الرحمان پېښه كښې د مړو كسانو تصديق وكړو ۔ د بنګله دېشن حكومت د پېښې نه وروستو د نهې په ورځ د غم اعلان وكړو ۔ د اطلاعات له مخې الوتكه د سكول او كالج په ودانۍ غورځېدلې ٬ په ودانۍ كښې امتحانات روان ؤ د د دمې په وخت يو شمېر والدېن د سكول په دروازه ولاړ وو او ماشومان بهر راوتل٬ دغسې په حق رسېدليو كښې يو شمېر زده كوٶنكي او والدېن هم شامل دي۔