سرینګر ۔18جولائی(اے پی پی)د كنټرول لائن دواړو اړخونو او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان وګړي سبا د خالي په ورځ ''یوم الحاق پاکستان'' د دے عزم پخلي كولو سره لمانځي چې د جموں وكشمير آزادۍ څخه پاكستان سره تر الحاق به مبارزه روانه وي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د كشميري اولس حقيقي استازو په 19جولائی 1947 د سري نګر په آبي ګزر سيمه كښې د سرجار اېم …
ګرده نړۍ كښې ميشته كشميريان (سبا) “يوم الحاق پاكستان” لمانځي

مزید خبریں
سرینګر ۔18جولائی(اے پی پی)د كنټرول لائن دواړو اړخونو او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان وګړي سبا د خالي په ورځ ”یوم الحاق پاکستان” د دے عزم پخلي كولو سره لمانځي چې د جموں وكشمير آزادۍ څخه پاكستان سره تر الحاق به مبارزه روانه وي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د كشميري اولس حقيقي استازو په 19جولائی 1947 د سري نګر په آبي ګزر سيمه كښې د سرجار اېم ابراهيم په كور د آل جموں و کشمیر مسلم کنفرنس په تاريخي غونډه كښې په متفقه توګه پاكستان سره د كشمير د الحاق قرارداد منظور كړے ؤ۔ کل جماعتی حریت کنفرنس د دے عزم پخلے كړے چې دا قرارداد د كشميري وګړو پاكستان سره د تلپاتې اړيكو عكاسي كوي۔ د کل جماعتی حریت کنفرنس وياند ووئيل د دې قرارداد اهميت نن نور هم زيات شوے دے۔ ده ووئيل د هند د وحشيانه تشدد باوجود د كشميري اولس پاكستان سره مينه كښې كوم كمے نه دې راغلے۔ بلخوا قابضو چارواكو د كل جماعتي حريت كنفرنس مشر لارښود میر واعظ عمر فاروق نن پرله پسې په دويمه جمعه هم په كور نظر بند اوساتلو او هغه ته يۍ په تاريخي جامع مسجد كښې د جمعې د مونځ كولو اجازه ورنه كړه۔ میر واعظ په خپل يو بيان كښې ووئيل د 13جولائی 1931 شهيدان د ظلم او بربريت په ضد د كشميري اولس د سياسي مبارزې بنياد اېښودونكي وو او د هغوي قربانۍ به تل كشميريانو لپاره د لارې مشالونه وي










