واشنګټن۔17جولائي (اے پي پي) د امریکې الاسکا ايالت په ساحلي سيمه سینډ پوائنټ كومې ته چې پوپوف جزیرہ هم وئېلې شي د 7.3 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي دي د كومو په سبب چې د سونامي خبردارے جاري كړے شو۔ د اے ایف پي تر مخه د امریکی جیولوجیکل سروے وئېلي دي زلزله د مقامي وخت مطابق تېره ورځ نزدې 12 بجې 37 منټه باندې راغله د كومې مرکز چې …
د امریکې الاسکا ايالت كښې د 7.3 شدت زلزله ، د سونامي خبردارے جاري كړے شو

مزید خبریں
واشنګټن۔17جولائي (اے پي پي) د امریکې الاسکا ايالت په ساحلي سيمه سینډ پوائنټ كومې ته چې پوپوف جزیرہ هم وئېلې شي د 7.3 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي دي د كومو په سبب چې د سونامي خبردارے جاري كړے شو۔ د اے ایف پي تر مخه د امریکی جیولوجیکل سروے وئېلي دي زلزله د مقامي وخت مطابق تېره ورځ نزدې 12 بجې 37 منټه باندې راغله د كومې مرکز چې په جزیرہ سینډ پوائنټ سره 54 میل (87 کلومیټره) جنوب كښې ؤ او كوم چې 20.1 کلومیټر نه لږ ژور ؤ ۔ چارواكو د زلزلې نه پس جنوبي الاسکا او جزیرہ نما الاسکا لپاره د سونامي خبردارے جاري کړو۔ د الاسکا ښار پالمر كښې جوړ نیشنل سونامي وارننګ سینټر (این ټي ډبلیو سي ) ووئېل د سونامي تصدیق شوے او څه اثرات متوقع دي ۔ مرکز ووئېل جنوبي الاسکا او جزیرہ نما الاسکا او د بحر الکاهل په ساحلي سيمو کینیډي انټرینس نه تر اُونیمک پاس سيمو لپاره وارننګ جاري کړے شو ۔










