وېسټ انډيز ٬ آل راؤنډر آندرے رسل د ټي ټونټي انټرنیشنل کرکټ نه د ریټائرمنټ اعلان وكړو

جمیکا۔17جولائي (اے پي پي ) د ویسټ انډیز تند مزاجه آل راؤنډر آندرے رسل د ټي ټونټي انټرنیشنل کرکټ نه د ریټائرمنټ اعلان وكړو ۔ د کرکټ ویسټ انډیز (سی ډبلیوا ئي ) د 37 كلنه آندرے رسل د ریټائرمنټ په اړه پیغام جاري کړو ۔ د کرکټ ویسټ انډیز په سوشل میډیا پیغام كښې ووئېل مننه آندرے رسل تاسو تر 15 كالو د زړه او ولولې سره د ویسټ …

جمیکا۔17جولائي (اے پي پي ) د ویسټ انډیز تند مزاجه آل راؤنډر آندرے رسل د ټي ټونټي انټرنیشنل کرکټ نه د ریټائرمنټ اعلان وكړو ۔ د کرکټ ویسټ انډیز (سی ډبلیوا ئي ) د 37 كلنه آندرے رسل د ریټائرمنټ په اړه پیغام جاري کړو ۔ د کرکټ ویسټ انډیز په سوشل میډیا پیغام كښې ووئېل مننه آندرے رسل تاسو تر 15 كالو د زړه او ولولې سره د ویسټ انډیز نمائندګي وكړه ۔ آندرے رسل به د آسټریلیا خلاف د ټي ټونټي سیریز په مهال د ټي ټونټي کرکټ نه ریټائر شي ۔آندرے رسل به پخپل هوم ګراؤنډ جمیکا کښې په سبینا پارک كښې په دوو ټي ټونټي میچز كښې د ویسټ انډیز نمائندګي كوي ٬ د كومې نه پس به چې هغه ریټائرمنټ اخلي ۔۔37 كلنه آندرے رسل په 84 ټي ټونټي میچز كښې د ویسټ انډیز نمائندګي كړې ده ۔آندرے رسل د ویسټ انډیز د اړخه ټي ټونټي میچز نه غېر يو ټیسټ، 56 ون ډے میچونه هم كړي ۔ هغه په 2012 او 2016 كښې د ټي ټونټي ورلډ کپ ګټونكې ډلې برخه هم ؤ ۔آندرے رسل د 2019 نه يوازې ټي ټونټي فارمیټ كښې لوبېدلے او اوس د 2026 ټي ټونټي ورلډ کپ نه يو كال وړاندې انټرنیشنل کرکټ نه ریټائر كېږي ۔ آل راونډر آندرے رسل د ویسټ انډیز لپاره د ټي ټونټي 84 میچونو كښې 1078 رنز او 61 وکټې تر لاسه كړې دي ۔

مزید خبریں