د يو خفيه پروګرام تر مخه په زرګونو افغانان برطانيه كښې د آبادولو انكشاف

لندن۔ 16 جولائي (اے پي پي) د برطانيې حكومت اعلان كړے دے چې په زرګونو افغانان چې پكښې د برطانيې عسكرو سره كار كوونكې هم شامل وو ٬ په خفيه توګه په برطانيه كښې آباد كرې شوي دي۔ د امرېكې خبر رسنې ادارې تر مخه دغه افغانان د شناختي ډيټا په رامخې ته كېدو د دې اندیښنو تر مخه په برطانيه كښې آباد كړے شول چې طالبان دوي په نخښه …

لندن۔ 16 جولائي (اے پي پي) د برطانيې حكومت اعلان كړے دے چې په زرګونو افغانان چې پكښې د برطانيې عسكرو سره كار كوونكې هم شامل وو ٬ په خفيه توګه په برطانيه كښې آباد كرې شوي دي۔ د امرېكې خبر رسنې ادارې تر مخه دغه افغانان د شناختي ډيټا په رامخې ته كېدو د دې اندیښنو تر مخه په برطانيه كښې آباد كړے شول چې طالبان دوي په نخښه كولې شي ۔ اوس د برطانيي موجوده حكومت د تېر حكومت د اړخه پېل كړې منصوبه د ختمولو پرېكړه كړې ده۔ د دفاع وزير جان هيلي وېنا ده د طالبانو د اړخه د كابل په ولقه كښې د اغستو نه پس 19 زره افغانانو د برطانيي راتګ لپاره درخواستونه وركړي وو چې پكښې په 2022 كښې د هغه كسانو ډيټا په تېروتنې سره جاري شوې وه او بيا دغه معلومات نېغ په نېغ هم شائع شوي وو ۔ د ډيټا په رامخې ته كېدو نه پس د هغه وخت كنزرويټو حكومت د يو خفيه پروګرام لاندې د افغانانو په هېواد كښې د آبادولو پرېكړه كړې وه۔ حكومت د عدالت نه يوه حكم نامه هم تر لاسه كړې وه كومې ته چې اعلې حكم امتناعي وئېلي شي د كومې تر مخه چې هر يو كس ته د خپل شتوالي نه څرګندولو وئېلې شوې وو ۔ د نهې په ورځ د برطانيه موجوده لېبر حكومت د اړخه د دې پروګرام اولس ته څرګندولو لپاره د پرېكړې نه پس دا حكم امتناعي لرې كړې شوه۔ برېكړه كښې وئېلې شوي د خپلواكه جائزې نه پس د دې خبرې ډېر لږ شواهد تر لاسه شوي چې د ډيټا ليك كېدو نه پس طالبان د دغې افغانانو خلاف انتقامي كاروائي كولې شي ۔ واضجه دې وي په امرېكا كښې د 11 ستمبر 2001 بريدونو نه پس د برطانيي پوځ د القاعده او طالبان خلاف جنګ له افغانستان ته لېږلے شوے ؤ ۔ په افغانستان كښې چې كله د اتحادي ځواكونو آپرېشن په پورا شدت سره روان ؤ نو د برطانيي 10 زره عسكر هلته موجود وو۔ زياتره عسكر د سوئېل په هلمند ولايت كښې په ځائے كړے شوي وو ۔ واضحه دې وي د برطانيي حكومت په افغانستان كښې خپل آپرېشن په كال 2014 كښې ختم كړے ؤ۔

مزید خبریں