د اسرائیل مغربي غاړه كښې تشدد زياتول د ڼړيوال قوانین سنګینه خلاف ورزي ده ، ملګري ملتونه

اسلام آباد۔16جولائي (اے پي پي ) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي کمشنر دفتر په جولائي کښې خبردارے وركړے چې په تېرو اوونيو كښې د اسرائیل پوځ او یهود آباد کارو په مغربي غاړه كښې د فلسطینیانو قتل، بريدونو او په جبري توګه خلق بې كوره كول زيات كړې دي ، كومه چې د ڼريوال قوانین سنګینه خلاف ورزي ده ۔ د سي جي ټي این تر مخه د …

اسلام آباد۔16جولائي (اے پي پي ) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي کمشنر دفتر په جولائي کښې خبردارے وركړے چې په تېرو اوونيو كښې د اسرائیل پوځ او یهود آباد کارو په مغربي غاړه كښې د فلسطینیانو قتل، بريدونو او په جبري توګه خلق بې كوره كول زيات كړې دي ، كومه چې د ڼريوال قوانین سنګینه خلاف ورزي ده ۔ د سي جي ټي این تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې وئېلي دي د دې كال د پېل نه اسرائیل د مغربي غاړې قطبي برخه كښې “آپریشن آئرن وال” پېل كړے دے چې په نتیجه كښې يې نزدې 30 زره فلسطینیانو ته كورونه پړیښودل ورپغاړه شول ۔ د اسرائیل پوځ بيا بيا په دغه تش لاسي وګړو ډزې كړي چا چې خپلو كورونو ته د بېرته تګ كوشش كولو ۔د اسرائیل پوځ د اړخه غیر ضروري او زیات طاقت ، تر دې چې مهلک وسلې هم وكارولې شوې ۔ ملګرو ملتونو په ګوته كړې چې وګړي په منظم ډول بے دخله کول د غیر قانوني آبادۍ منتقلۍ برابر ده ، كومه چې د “جنیوا کنونشن د څلورمې لوظنامې” سنګینه خلاف ورزي ده او په خاص حالات كښې د جنګي جرائمو یا انسانیت خلاف جرائمو په زمره كښې راځي ۔

مزید خبریں