پاکستان ټولو ګاٶنډيانو هېوادونو سره سوله ايزې اړيكې غواړي٬ اېس سي او سياسي، سفارتي او د معاشي اهميت وړ مهم پلېټ فارم دے۔ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ايس سي او د خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته وېنا

تيانجن 15 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان ټولو ګاٶنډيانو هېوادونو سره سوله ايزې اړيكې غواړي٬ دا په منطقه كښې استحكام او د شريكې مرستې ودې لپاره مهمې دي٬ پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم ته د سياسي، سفارتي او د معاشي اهميت وړ يو مهم پليټ فارم په توګه ګوري۔ د نهې په ورځ د چين په تيانجن ښار كښې د …

تيانجن 15 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان ټولو ګاٶنډيانو هېوادونو سره سوله ايزې اړيكې غواړي٬ دا په منطقه كښې استحكام او د شريكې مرستې ودې لپاره مهمې دي٬ پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم ته د سياسي، سفارتي او د معاشي اهميت وړ يو مهم پليټ فارم په توګه ګوري۔ د نهې په ورځ د چين په تيانجن ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د خارجه وزيرانو كونسل (سي اېف اېم) غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل زه د پاكستان نمائندګي كولو سره په دې مهمه غونډه كښې په ګډون وياړ لرم٬ د شنګھائي مرستې تنظيم د مقاصدو په اړه د پاکستان د غېرمتزلزل لوظ تجديد كولو سره ده په منطقه كښې اجتماعي صلاحيتونه په بشپړه توګه كارولو، سيمه ايزو روابطو٬ خوشحالۍ، تل پاتې پرمختګ او د اوږدې مودې امن ته ودې وركولو لپاره په اقدامات كولو زور راوړو۔ ده ووئيل پاكستان د نړيوال قوانين پالنه او د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل په اړوندو قراردادونو د عملدرآمد په اهميت زور راوړي دغسې چې د پخوانۍ جاري شخړې هوارې كړې شي او د تصادم سياست او دوه مخيز معيار څخه ډډه وكړې شي۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار ووئيل زه د تيانجن په ښكلي ښار كښې په كوربتوب كولو د چين د اولس او قيادت مننه كوم٬ مونږ د چين د ژور تړون او سږ كال د شنګھائي مرستې تنظيم په مضبوطولو كښې د چين كردار ته په درنه سترګه ګورو۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ بېلاروس ته په بشپړ غړيتوب مباركي وركوٶ او د دوي هركلے كوٶ۔ ده ووئيل د نړيوالو چېلنجونو په دې دور كښې د شنګھائي مرستې تنظيم يو مستحکم قوت په توګه رامخئ ته شوے٬ د دې جامع نقطه نظر د هېوادونو د خپلواكۍ او د شخړو په سوله ايز حل زور راوړي٫ اتفاق، ترقي او شريك احترام لپاره د اېس سي او عزم يو بهتر او د مساوي نړۍ جوړولو لپاره د اميد څيره ده۔ ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو او د اېس سي او د چارټر په اصولو د عمل كولو د عزم تجديد كوي، مونږ امن او سلامتيا لپاره د غېر جارحيت، په كورنيو معاملو كښې د لاس وهنې او د طاقت استعمال څخه د ډډې كولو په اصولو باور لرو۔۔ ده ووئيل مونږ د پخوانيو شخړو په سوله ايز حل زور راوړو،د كومو حل چې د نړيوال قانون٬ انصاف او ديانتدارۍ په بنياد پكار دے۔ ده ووئيل مونږ د ايران په ضد د اسرائيل د بې دليله جارحيت او د امريكې لخوا په اتومي تنصيبات د بريدونو سخته غندنه كوٶ٬ د شنګھائي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو په ضد داسې غېر قانوني اقدامات د نه قبلېدو وړ دي۔ اسحاق ډار په غزه كښې د اسرائيلي ظلمونو او د جاري بشري بحران لارې نيولو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل د فلسطين ګاز يوازې حل دوه رياستي فارموله ده، چې پكښې د 1967 پولو تر مخه يو خپلواكه فلسطين رياست جوړول شامل دي۔ ده ووئيل د شخړيزو سيمو په يو اړخيزه او غېر قانوني توګه د بدل كړے شوي حېثيت غندنه پكار ده۔ ده د خارجه استازو پام راګرځولو سره ووئيل مونږ د تنظيم د جديد تقاضو له مخئ د اصلاحات ملاتړ كوٶ٬ د سلامتيا په څانګه كښې څلور نوې مركزونه به مرسته لا قوي كړي۔ ده ووئيل مونږ انګليسي د تنظيم درېمه سركاري ژبه ګرځولو د تجويز ملاتړ كوٶ۔ ده ووئيل په افغانستان كښې تل پاتې امن زمونږ مشتركه خواهش دے٬ په دې لړ كښې د اېس سي او د افغانستان رابطه ګروپ بحالي يو موثر پليټ فارم ثابتېدے شي۔نائب وزير اعظم ووئيل ترهګري انسانيت لپاره يو شريك خطر دے، مونږ له به د دې په ضد په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل سي پېك د شنګھائي مرستې تنظيم وژن ته وده وركوي۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ له د قامي كرنسۍ استعمال او تجارتي مرستې ته وده وركول پكار ده ، پاکستان د غربت خاتمې لپاره د نتظيم د خاص ورکنګ ګروپ په مستقل صدارت وياړ محسوسوي۔ ده ووئيل بايد مونږ د موسمياتي بدلون خطر مخنيوي لپاره اجتماعي اقدامات وكړو٬ زه د قامي کوآرډينيټرز او ماهرينو محنت او جذبې ته پېرزوئنې ړاندې كوم او د پاكستان د عزم تجديد كوم چې مونږ د” شنګھائي سپرټ” د اقدارو له مخې امن، خوشحالۍ او استحکام لپاره به په ګډه كار كوٶ، نائب وزيراعظم ووئېل راځۍ چې مونږ د مرستې او مشترکه ترقۍ په لاره سم شو۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار په دې موقع د اېس سي او د نورو غړٶ هېوادونو خارجه وزيرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم وكړل چې پكښې د ايران وزير خارجه سره خبرې هم شاملې دي، چې پكښې ده سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د بشپړه ملاتړ پخلے وشو۔ د اېس سي او له مخې د مشتركه پوله ايزو خدماتو په آپريشن”ساليډيريټي 2025 ” كښې د بېلاروس د ګډون هم اعلان شو كوم چې به تنظيم سره د دوي مرسته لا قوي كړي٬ دا اقدام د پاکستان لخوا د اېس سي او سره د مرستې او په منطقه كښې امن او ترقۍ لپاره د كېدونكو اقدامات عكاس دے۔

مزید خبریں