د او آئې سي سېكرټري جنرل سره د فلسطين استازي ملاقات٬ د غزه او مغربي غاړې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

رياض۔ 15 جولائي (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئې سي) سېكر ټري جنرل حسېن ابراهيم طحه سره جده كښې د فلسطين مستقل استازي هادي شبلي ملاقات وكړو او د اسرائيل د اړخه د بشري حقونو په پرله پسې خلاف ورزيو د سيمې په خرابېدونكې وضعه يې خبرې اترې وكړې۔ د سعودي خبر رسنې ادارې (ايس پي اے) تر مخه ملاقات كښې مستقل استازي د فلسطين په خرابېدونكې …

رياض۔ 15 جولائي (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئې سي) سېكر ټري جنرل حسېن ابراهيم طحه سره جده كښې د فلسطين مستقل استازي هادي شبلي ملاقات وكړو او د اسرائيل د اړخه د بشري حقونو په پرله پسې خلاف ورزيو د سيمې په خرابېدونكې وضعه يې خبرې اترې وكړې۔ د سعودي خبر رسنې ادارې (ايس پي اے) تر مخه ملاقات كښې مستقل استازي د فلسطين په خرابېدونكې صورتحال ٬ په غزه كښې په زياتېدونكې بحران ٬ په لوېديزه غاړه كښې د اسرائيلي ځواكونو د اړخه د جاري خلاف ورزو او د جرائم په اړه خبر كړے شو۔ د اسرائېلي وزيرانو او چارواكو په راپارونكو بيانونو ٬ د مغربي غاړې د ضم كولو په منصوبې او په سيمه د اسرائيل د خود مختارۍ ادعاګانو په اړه هم خبرې وشوې۔ دغسې حسېن ابراهيم طحه سمدستي او تل پاتي جنګ بندۍ ٬ غزه كښې د انساني مرستې وركولو ٬ د فلسطنيانو لپاره نړيوال تحفظ باوري كولو او د ملګرو ملتونو قراردادونو تر مخه د دوه رياستي حل مرستې لپاره د او آئې سي د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں