پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل د مېرمنو نړيوال ټي 20 بلائنډ کرکټ جام لپاره د لوبغاړو نامې اعلان كړې

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل (پي بي سي سي) د ويمن ورلډ ټي 20 بلائنډ کرکټ جام لپاره د شلو لوبغاړو نامې اعلان كړي خو د 16 كسيزه سكواډ اعلان به په 15م اكتوبر كولې شي۔ د ګل په ورځ د پي بي سي سي لخوا د جاري بيان له مخې کونسل د ورلډ کپ تيارۍ لپاره د قامي لوبغاړو د تربيې تابيا په …

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل (پي بي سي سي) د ويمن ورلډ ټي 20 بلائنډ کرکټ جام لپاره د شلو لوبغاړو نامې اعلان كړي خو د 16 كسيزه سكواډ اعلان به په 15م اكتوبر كولې شي۔ د ګل په ورځ د پي بي سي سي لخوا د جاري بيان له مخې کونسل د ورلډ کپ تيارۍ لپاره د قامي لوبغاړو د تربيې تابيا په ميرپور آزاد کشمير كښې كړې چې پكښې د ګرد هېواد څخه مېرمنې لوبغاړې رابللې شوي٬ د كومو لوبغاړو نامې چې شارټ لېسټ شوي په ھغې كښې د بشريٰ ظهور، بسمه حسېن، شمائله کرن، رمشا شبير، سميرا ملك، عيشال فېصل، قنديل فاطمه، نصرت بتول، نرما رفيق، ايمان ارشد، ميراب ارشد، هوريه ملك، سعيده خالد، رابعه جاوېد هاشمي، مريم خان، امين طارق، نور فاطمه، مهرين علي، نشا بخش او د مريم جهانګير نامې شاملې دي۔ د يادونې وړ ده ويمن ورلډ ټي 20 بلائنډ کرکټ کپ به سږ كال د لسم نه تر 25 نومبر په هند او نيپال كښې كېږي چې پكښې به د پاكستان ټول مېچونه په نيپال كښې كېږي۔