پاکستان کرکټ بورډ د انګلېنډ دورې لپاره اتلس كسيز سكواډ اعلان كړو

لاهور 11 جولائي (اے پي پي) پاکستان کرکټ بورډ ( پي سي بي) د انګلېنډ دورې لپاره اتلس كسيز سكواډ اعلان كړے دے ٬ دوره به د 17 جولائي نه تر 6 اګست روانه وي، چې پكښې به دوه درې ورځنې او درې ون ډے مېچز كېږي٬ د ميچز د نېټې او ځايونو اعلان به وروستو كولې شي۔ ټيسټ سكواډ كښې به سعود شکيل كپتان وي او په نورو لوبغاړو …

لاهور 11 جولائي (اے پي پي) پاکستان کرکټ بورډ ( پي سي بي) د انګلېنډ دورې لپاره اتلس كسيز سكواډ اعلان كړے دے ٬ دوره به د 17 جولائي نه تر 6 اګست روانه وي، چې پكښې به دوه درې ورځنې او درې ون ډے مېچز كېږي٬ د ميچز د نېټې او ځايونو اعلان به وروستو كولې شي۔ ټيسټ سكواډ كښې به سعود شکيل كپتان وي او په نورو لوبغاړو كښې به مير حمزہ، موسي خان او ساجد خان وي٬ بيټرز اعظم اويس او معاذ صداقت هم د اسکواډ برخه وي٬ د دې نه علاوه علي ذرياب، حيدر علي، محمد سليمان، عمير بن يوسف اور شميل حسېن وکټ کيپر روحيل نذير او فاسټ باولر مشتاق احمد، شاهد عزيز او عبيد شاہ هم په ډله كښې شامل كړې شوي۔ د يادونې وړ ده ډله به په 16 جولائي انګلېنډ ته د روانېدو نه وړاندې په كراچۍ كښې په حنيف محمد هائي پرفارمنس سينټر كښې د تربيې په كېمپ كښې ګدون كوي

مزید خبریں