سرګئ لاروف د يوكرېن په بابله نوے خيال وړاندې كړو ٬ صدر ډونلډ ټرمپ سره به خبره كوم ٬ د امريكې خارجه وزير

كوالامپور ۔11 جولائي (اے پي پي) د امرېكې خارجه وزير ماركورو بېو انكشاف كړے دے چې ما د روسيه خپل هم منصب سرګئ لاروف ته د يوكرېن جنګ حل كولو لپاره په بېشرفت نه كېدو د مايوسۍ او نا اميده كېدو خبره كړې ٬ خو بيا هم ده ووئېل ماته د روسيه خپل هم منصب د يوكرېن په حقله يو نوے خيال وړاندې كړے كوم چې د يوكرېن سره د …

كوالامپور ۔11 جولائي (اے پي پي) د امرېكې خارجه وزير ماركورو بېو انكشاف كړے دے چې ما د روسيه خپل هم منصب سرګئ لاروف ته د يوكرېن جنګ حل كولو لپاره په بېشرفت نه كېدو د مايوسۍ او نا اميده كېدو خبره كړې ٬ خو بيا هم ده ووئېل ماته د روسيه خپل هم منصب د يوكرېن په حقله يو نوے خيال وړاندې كړے كوم چې د يوكرېن سره د امن لاره راوستلې شي ۔ د العربيه تر مخه په مالېزيا كښې د جنوب مشرقي اسيا هېوادونو تنظيم (آسيان) سر مشريزې غونډې په موقع د لاروف سره د ملاقات نه پس خبريالانو ته ده ووئېل دا كومه نوې طريقه نه ده ۔ دا يو نوے خيال يا نوے تصور دے كوم به چې زه صدر ټرمپ ته بحث لپاره وړاندې كوم ۔ ده خبردارے وركړو دا كوم داسې څيز نه دے كوم چې پخپله د امن باعث وګرځي خو دا يوه لاره راويستلې شي ۔ واضحه دې وي دواړو وزيرانو په كوالامپور كښې د آسيان غونډې په مهال ملاقات كړے ۔ ياد دې وي په يوكرېن جنګ كښې د جنګ بندۍ خبرې د تعطل ښكار دي ۔ دا ملاقات تر 50 دقيقو روان ؤ۔

مزید خبریں