د وېسټ انډيز او آسټرېليا ډلو تر مينځه درېم او وروستے ټېسټ مېچ (سبا) پېل كېږي

جميكا۔11 جولاي (اے پي پي) د وېسټ انډيز او آسټرېليا كركټ ډلو تر مينځه د دريو ټېسټ مېچونو د سېريز وروستے او درېم تېسټ مېچ سبا د خالي په ورځ سبينا پارك ٬ كنګسټن ٬ جميكا كښې پېل كېږي ۔ مېلمه ډلې آسټرېليا ته د كوربه ډلې وېسټ اينډيز په ضد سېريز كښې د 0۔2 په حساب وړاندې والے تر لاسه دے۔ مېلمه ډلې په وړومبي ټېسټ مېچ كښې وېسټ …

جميكا۔11 جولاي (اے پي پي) د وېسټ انډيز او آسټرېليا كركټ ډلو تر مينځه د دريو ټېسټ مېچونو د سېريز وروستے او درېم تېسټ مېچ سبا د خالي په ورځ سبينا پارك ٬ كنګسټن ٬ جميكا كښې پېل كېږي ۔ مېلمه ډلې آسټرېليا ته د كوربه ډلې وېسټ اينډيز په ضد سېريز كښې د 0۔2 په حساب وړاندې والے تر لاسه دے۔ مېلمه ډلې په وړومبي ټېسټ مېچ كښې وېسټ انډيز له په 159 رنز ماتې وركړې وه او په دوېم ټېسټ كښې چې په سېنټ جاجز ٬ ګرېنډا كښې شوے ؤ بيا كوربه ډلې له په 133 رنز ماتې وركړې شوه ۔ د آسټرېليا ډلې مشري آل راونډر پيټ كمنز كوي او د وېسټ انډيز ډلې مشري روسټن چيس كوي

مزید خبریں