آل راونډر كرټس كېمفر په ټي 20 كركټ كښې نوے رېكارډ جوړ كړو ٬ په 5 بالونو 5 وكټې

ډبلن۔11 جولائي ( اے پي پي) د آئرلېنډ كركټ ډلې نامتو لوبغاړي آل راونډر كرټس كېمفر په انټر پرووېنشل ټي 20 ټرافي ټورنامنټ كښې د منسټر ريډز په نمائندګۍ كولو كښې د نارته وېسټ ويريئرز په ضد په 5 بالونو 5 وكتې تر لاسه كولو سره نوے رېكارډ جوړ كړو۔ د آئرلېنډ په پلازمينه ډبلن كښې روان د آئر لېنډ انټر پرووېنشل ټي 20 په 23 مېچ كښې د منسټر …

ډبلن۔11 جولائي ( اے پي پي) د آئرلېنډ كركټ ډلې نامتو لوبغاړي آل راونډر كرټس كېمفر په انټر پرووېنشل ټي 20 ټرافي ټورنامنټ كښې د منسټر ريډز په نمائندګۍ كولو كښې د نارته وېسټ ويريئرز په ضد په 5 بالونو 5 وكتې تر لاسه كولو سره نوے رېكارډ جوړ كړو۔ د آئرلېنډ په پلازمينه ډبلن كښې روان د آئر لېنډ انټر پرووېنشل ټي 20 په 23 مېچ كښې د منسټر ريډز كپتان كرټس كېمفر د نارته وېسټ انډيز خلاف په 3۔2 اوورز كښې د 16 رنز په بدل 5 وكټې تر لاسه كړې ۔ كرټس كېمفر د خپلې كوټې په دويم او دريم اوور كښې په پرله پسې 5 بالونو د 5 لوبغاړو په آوت كولو نوے رېكارډ جوړ كړو۔ د كوم په سبب چې ويريئرز ډلې چې په يوه موقع يې د 5 وكټو په زيان 87 رنز جوړ كړي وو خو د 189 رنز په هدف سر كولو زغل كښې په 88 ټوله ډله آوټ شوه۔ د منسټر ريډز كپتان په 12 اوور كښې په آخري 2 بالونو 2 وكټې تر لاسه كرې او دغسې د هېټ ټرك پوزېشن ته ورسېد ٬ د كومې نه پس چې هغه په د دريم اوور په وړومبي بال خپل هېټ ټرك مكمل كړو او بيا د وكټو اغستو لړۍ يې روانه وساتله او په 2 نورو بالونو يې دوه كسان نور آوټ كړل ۔ په دې غوره كاركردګۍ هغه د لوب غوره لوبغاړے هم وګرځولے شو۔