د غزه په بېت حنون ښار كښې د سړك په غاړه په ځائے شوي بم چاؤدلو څخه 5 اسرائيلي عسكر مړه ٬ 14 ژوبل

تل ابيب ۔8 جولائي (اے پي پي) د غزه په بېت حنون ښار كښې د سړك په غاړه په ځائے كړې شوي بم چاؤدلو څخه د اسرائيل 5 عسكر مړه او 14 ژوبل شول۔ د ټائمز آف اسرائيل تر مخه د اسرائيل پوځ وئېلې دي تېره شپه د اسرائيل پوځ په بېت حنون كښې زمكيز آبرېشن روان ؤ چې د سړك په غاړه په ځائے شوي بم چاؤدلو څخه 5 …

تل ابيب ۔8 جولائي (اے پي پي) د غزه په بېت حنون ښار كښې د سړك په غاړه په ځائے كړې شوي بم چاؤدلو څخه د اسرائيل 5 عسكر مړه او 14 ژوبل شول۔ د ټائمز آف اسرائيل تر مخه د اسرائيل پوځ وئېلې دي تېره شپه د اسرائيل پوځ په بېت حنون كښې زمكيز آبرېشن روان ؤ چې د سړك په غاړه په ځائے شوي بم چاؤدلو څخه 5 عسكر مړه شول چې پكښې د 2 پېژندګلي د سارجنټ 20 كلن شمعون او د 20 كلنه سارجنټ موشے نسيم فريچ په نامه شوې ده۔ د دواړو عسكرو تعلق د كفير برېګېډ د نيتزه يهود بټالين څخه ؤ۔ د اسرائېلي چارواكو تر مخه په مړو شوو كښې د پاتي عسسكرو نامې به بيا جاري كولې شي ۔ د اسرائيل پوځ ووئېل د مړو ويستلو په هلو ځلو كښې سيمه كښې ګولۍ اورېدې ٬ پیښه كښې 14 عسكر ژوبل شول چې پكښې د 2 حالت اندېښمند ښودلے شوے دے۔

مزید خبریں