هند تېره ورځ یو بل سفارتي زيان سره مخ شو ٬ د بركس پهلګام بريد په اړه د پاكستان نامې اخستو نه انكار

برازیلیا۔7جولائی (اے پی پی) هند تېره ورځ يو بل سفارتي زيان سره هغه مهال مخ شو كله چې د بركس تنظيم غونډې په مهال د پهلګام پېښې د پاكستان سره د تړلو هڅه وكړې شوه او غړو هېوادونو دغه ناكامه كړه۔ د کشمیر میډیا سروس د راپور له مخې هند خپله بیانيه مخ په وړاندې بوتللو لپاره لابنګ هم كړے ؤ بياهم بركس فورم د كواډ او اېس سي او …

برازیلیا۔7جولائی (اے پی پی) هند تېره ورځ يو بل سفارتي زيان سره هغه مهال مخ شو كله چې د بركس تنظيم غونډې په مهال د پهلګام پېښې د پاكستان سره د تړلو هڅه وكړې شوه او غړو هېوادونو دغه ناكامه كړه۔ د کشمیر میډیا سروس د راپور له مخې هند خپله بیانيه مخ په وړاندې بوتللو لپاره لابنګ هم كړے ؤ بياهم بركس فورم د كواډ او اېس سي او په څير د نوې ډلي د ادعاګانو توثيق كولو څخه انكار وكړو چې ورسره د پاكستان په ضد د هند پراپېګنډه مهم يو وارې بيا ناكامه شو۔ د 22 اپرېل په پهلګام بريد د پاكستان په نړيواله كچه د تنها كولو هندۍ هڅې پرله پسې زيان سره مخ دي او د بركس٬ كواډ او شنګھائي مرستې تنظيم په شمول لويو نړيوالو تنظيمونو د پاكستان نامې اغستلو څخه انكار وكړو او يا يۍ د نوي ډيلي بيانيې څخه په بشپړه توګه سرغړونه وكړه۔ په سفارتي كچه شرمندنګي د هند عادت جوړ شوے۔ په بركس غونډه كښې د 22 اپرېل پهلګام پېښې غندنه خو وكړې شوه په كوم كښې چې 26 وګړي مړه شوي وو خو د هند د تاكيد باوجود د پاكستان ذكر ونه كړے شو۔ د بركس ګروپ اولنۍ سرمشريزه غونډه په كال 2009 كښې شوې وه په كومه كښې چې د برازیل، روسيه، هند او چين لارښودو ګډون كړے ؤ۔ وروستو سوئيلي افريقه هم په دې بلاك كښې شامله كړې شوه۔ تېر كال مصر ٬ اېتھوپیا، انډونیشیا، ایران، سعودی عرب او متحدہ عرب امارات هم د ګروپ غړو په توګه شامل كړے شوي وؤ۔

مزید خبریں