واشنګټن۔02 جولائي (اے پي پي) امرېكې وئېلې دي هغه د يو مستحكم او متحد شام ملاتړ كوي ٬ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د امرېكې خارجه وزير ماركوربيو تېره ورځ په سوشل مېډيا پلېټ فارم "ايكس " وكړه ۔ هغه ووئېل په سوريه د لګېدلو بندېزونو خاتمې په اړه د امرېكې صدر ډونلډ ټرمب جاري كړے ايګزېكټيو آرډر تر مخه امرېكا يو متحد ٬ مستحكم او ګاونډيانو سره …
د مستحكم او متحد شام ملاټړ كوو٬ امرېكا

مزید خبریں
واشنګټن۔02 جولائي (اے پي پي) امرېكې وئېلې دي هغه د يو مستحكم او متحد شام ملاتړ كوي ٬ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د امرېكې خارجه وزير ماركوربيو تېره ورځ په سوشل مېډيا پلېټ فارم “ايكس ” وكړه ۔ هغه ووئېل په سوريه د لګېدلو بندېزونو خاتمې په اړه د امرېكې صدر ډونلډ ټرمب جاري كړے ايګزېكټيو آرډر تر مخه امرېكا يو متحد ٬ مستحكم او ګاونډيانو سره امناكه سوريه لپاره د د مرستې اضافي ګامونه اخلي۔ هغه ووئېل د امرېكې بندېزونه به اوس د سوريه سباون په لاره كښې خنډان نه وي۔ مونږ د سوريه خلقو له يوه حقيقي موقع وركول غواړو دغسې چې هغوي د شخړې او انتها خوښې نه لرې خپل يو خوشحاله سباون جوړ كړي۔ واضحه دې وي چې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د ګل په ورځ په يو ايګزيكټيو آردر لاس ليك كړے د كوم د لارې چې د سوريه نه د امرېكې بندېزونه لرې كړې شوي ۔ دا پېشرفت د سوريه په اړه د امرېكې پاليسۍ كښې د يو لوي موړ نه پس راغلے۔ د كوم پېل چې د 13 مئ د ټرمپ اعلان نه شوے ؤ چې هغه د ټولو بندېزونو لرې كولو اراده لري او د هغې نه پس د سوريه صدر احمد الشراع سره ملاقات هم وشو۔ د سوريه لپاره د امرېكې خاص استازي تهامس باراك دا آرډر د سوريه معيشت بيا فعاله كولو لپاره يوه هم ګير موقع ګرځولې ده ۔










