د ايران په جوهري تنصيبات د امرېكې بريد٬ ګردې نړۍ په منځني ختيز كښې د تاو تريخوالي په زياتوالي اندېښنه ښكاره كړه

پېرس۔23 جون (اے پي پي) د ايران په جوهري تنصيبات د اتوار په ورځ د امرېكې بريد نه وروستو د ټولې نړۍ نه د منځيني ختيز په تاو تريخوالي زياتېدو د اندېښنې څرګندونه وشوه۔ د اے ايف پي تر مخه د اروپائي ائتلاف عهدېدار جاكېلسن په منځني ختيز كشې د تاو تريخوالي په كمي او خبرو اترو پلو د تللو غوښتنه وكړه ۔ په ايكس يو بيان كښې هغه ووئېل …

پېرس۔23 جون (اے پي پي) د ايران په جوهري تنصيبات د اتوار په ورځ د امرېكې بريد نه وروستو د ټولې نړۍ نه د منځيني ختيز په تاو تريخوالي زياتېدو د اندېښنې څرګندونه وشوه۔ د اے ايف پي تر مخه د اروپائي ائتلاف عهدېدار جاكېلسن په منځني ختيز كشې د تاو تريخوالي په كمي او خبرو اترو پلو د تللو غوښتنه وكړه ۔ په ايكس يو بيان كښې هغه ووئېل ټول فرېقېن دې د عسكري كاروائي نه په شا شي۔ خبرو ته دې كېښني او د تاو تريخوالې دې مخه اونيسي۔ هغه ووئېل ايران له د جوهري وسلو جوړولو اجازه نه ده وركول پكار ٬ روسيه د امرېكې د اقدام په سختۍ سره غندنه وكره او دغه يې غېر ذمه واره او د نړيوال قانون لويه خلاف ورزي وګرځوله۔ د روسيه خارجه وزارت ووئېل په منځني ختيز كښې په تاو تريخوالي كښې خطرناك زياتوالے راتلل پېل شوے كوم چې د منطقې او نړيوالې سلامتيا لپاره لا زيانمند ثابتېدے شي۔ د يوكرېن خارجه وزارت د اړخه ووئېل شول دا بريدونه د جوهري وسلو جوړولو مخ نيوي لپاره شوي ۔ بيان كښې وئېلې شوي د ايران جوهري پروګرام مخ نيوے ضروري دے دغسې چې هغه د منځني ختيز هېوادونو يا د كوم بل رياست لپاره بيا خطر ونه ګرځي۔ د اسلامي اتحاد تنظيم خبردارے وركړے چې په ايران د امرېكې بريد په منطقه كښې په تاو تريخوالي كښې د زياتوالي او سيمه ايز امن او استحكام لپاره د خطر باعث دے۔ او آئې سي په موده صورتحال كښې په تحمل او د خبرو اترو كولو او د امناكه ذريعو پلو په تللو زور راوړو ۔ د برطانيه وزيراعظم كيئر اسټارمر د ايران نه غوښتنه كړې چې خبرو ته كېښني او د دې بحران ختمولو لپاره سفارتي حل ته ورسي۔ هغه ووئېل ايران له كله هم د جوهري وسلو جوړولو اجازه نه ده وركول پكار او امرېكې د دغې خطر لرې كولو لپاره كاروائي كرې ده۔ د فرانس صدر ايمانويل مېكرون د دفتر نه جاري بيان تر مخه هغه د سعودي عرب او عمان سره د منطقې په وضعه خبرې كړي ۔ د فرنس خارجه وزير په ايكس پوسټ وئېلې دي زمونږ هېواد په دواړو زور راوړي چې د تحمل څرګندونه وكړي چې د داسې كوم هم تاو نه بچ شي چې ورسره شخړه زياته شي۔ چين وئېلې دي مونږ د امرېكې د بريد سخته غندنه كوو او خبردارے وركوو جې په ايران بريدونه به مينځني ختيز كښې تاو تريخوالے نور زيات كړي ؟ د چين خارجه وزارت ووئېل د شخړې په ټولو ډلو په خاص توګه اسرائيل څخه د جنګ بندۍ غوښتنه كوو ٬ دغسې شمالي كوريا هم په ايران د امرېكې د بريدونو سخته غندنه كولو سره وئېلې دي دا د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي ده۔ د شمالي كووريا د خارجه وزارت وياند په منځني ختيز كښې د جنګ ذمه وار اسرائيل ګرځولے دے او په ايران يې د امرېكې د بريد غندنه كړې ده۔ د سعودي خارجه وزارت په ايكس پوسټ ووئېل مملكت د زغم نه د كار اغستو ٬ د تاو كمولو او په دې كښې د زياتوالي نه بچ كېدو لپاره د ممكنه هلو حلو كولو په ضرورت زور راوړي ۔ دغسې د يمن خوثيانو د امرېكې د بريدونو غندنه كړې او د ايران اولس سره يې د يووالي څرګندونه كړې ده۔ د هغوي د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميه د غفلت جارحيت د برادر ايران اولس سره بيخي د جنګ اعلان دے او مونږ د ايران د اولس بشپړه مرسته كوو۔

مزید خبریں