چين به د مېنځنۍ آسياء هېوادونو مرستې لپاره نوې پرمختيائي تګلاره جوروي

بيجنګ 16 جون (اے پي پي) د قازقستان صدر قاسم جومارت توکايوف په بلنه د چين صدر شي جن پنګ به د 16م نه تر 18م جون د قازقستان په آستانه ښار كښې د چين او مېنځنۍ آسياء مشرانو په دوېمه غونډه كښې ګډون كوي۔ د چين ميډيا له مخې د آستانه شمېره د نړۍ په نوو پايه تختونو كښې كېږي كوم چې د يوې قصبې څخه په ترقۍ كولو …

بيجنګ 16 جون (اے پي پي) د قازقستان صدر قاسم جومارت توکايوف په بلنه د چين صدر شي جن پنګ به د 16م نه تر 18م جون د قازقستان په آستانه ښار كښې د چين او مېنځنۍ آسياء مشرانو په دوېمه غونډه كښې ګډون كوي۔ د چين ميډيا له مخې د آستانه شمېره د نړۍ په نوو پايه تختونو كښې كېږي كوم چې د يوې قصبې څخه په ترقۍ كولو سره بااثره او په جديد ښار بدل شوے او د قازقستان د تند رفتاره پرمختګ نمائنده ښار دے ٬ د چين او مېنځنۍ آسياء مشرانو غونډه په وړومبي ځل د مېنځنۍ آسيا په يو هېواد كښې كېږي٬ د چين صدر شي جن پنګ به د مېنځنۍ آسياء د پنځو هېوادونو د مشرانو په مشاورت نوې پرمختيائي تګلاره مرتب كوي چې ورسره به د سيمه ايز امن او پرمختګ نوې موقعې رامېنځ ته شي۔

مزید خبریں