عرفات۔5 جون(اے پی پی) دمسجد الحرام امام شېخ ډاكټر صالح په مسلمانانو د پاك پروردګار او د هغه د رسول اكرم (ص) په تعليماتو د عمل كولو او تقوي اختيارولو زور راوړلو سره وئيلي دي چې تقوي د دنيا او آخرت د كاميابۍ ذريعه ده۔ د زيارت په ورځ په مېدان عرفات كښې مسجد نمره كښې د حج خطبې په مهال ده د پرهېزګارۍ او تقوی په اهميت رڼا اچولو …
مسلمانان دے د پاك پروردګاراو رسول اكرم (ص) په تعليمات عمل وكړي او تقوي دې اختيار كړي:د شيخ ډاكټر صالح د حج خطبه٬ فلسطيني مسلمانانو لپاره خصوصي دعا

مزید خبریں
عرفات۔5 جون(اے پی پی) دمسجد الحرام امام شېخ ډاكټر صالح په مسلمانانو د پاك پروردګار او د هغه د رسول اكرم (ص) په تعليماتو د عمل كولو او تقوي اختيارولو زور راوړلو سره وئيلي دي چې تقوي د دنيا او آخرت د كاميابۍ ذريعه ده۔ د زيارت په ورځ په مېدان عرفات كښې مسجد نمره كښې د حج خطبې په مهال ده د پرهېزګارۍ او تقوی په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل چې تقوی اختيارول يوازې د ايمان لرونكو كسانو شان دے۔ تقویٰ د دنیا او آخرت د كاميابۍ ذريعه ده٬ حيا د ايمان برخه ده۔ ده په مسلمانانو زور راوړچې هغوي دې د ګاونډيانو خيال وساتي ٬ يتيمانو ٬ كونډو او كمزورې طبقو سره دے د شفقت سلوك وكړي٬ مور پلار سره دې صله رحمي وكړي او ګناهونو څخه دې كثرت سره معافي غواړي۔ ده ووئيل پروردګار څخه جنت غواړۍ او د جهنم نه پناه۔ ده ووئيل نبي علېه السلام فرمايي تاسو داسې عبادت كوۍ ګويا پروردګار تاسو ويني او يا بيا داسې عبادت ګويا هغه تاسو ويني۔ده ووئيل شېطان ستاسو ښكاره دښمن دے هغه څخه لرې پاتې كېږۍ۔ ده ووئيل نېكۍ زياتې كوۍ ولې چې نېكۍ ګناهونه ختموي۔ده ووئيل لمونځ كوۍ ٬ د لمونځونو حفاظت كوۍ۔ ده ووئيل پروردګار په زمكه كښې فساد څخه سختۍ سره منع فرمائيلې ده۔ د ده وېنا وه چې انسان بايد باطني رنځونو څخه بچ پاتې شي۔ شېخ ډاکټرصالح ووئيل مؤمنانو وعده پوره كوۍ٬ كله چې خبره كوۍ نو ښه خبره كوۍ۔ پاك پروردګارصبر كوونكو ته پوره ثواب وركوي۔ د كعبې امام په خطبه كښې د فلسطيني مسلمانانو لپاره خاص دعا كولو سره ووئيل پروردګار په فلسطين كښې زمونږ د ورونړو خيال وساته۔ زمونږ د فلسطيني ورونړو لوږه او مصيبتونه لرې كړې۔ هغوي ته دښمن څخه خلاصې وركړې٬ هغوي د دښمن له شر څخه وساتې۔ اے پروردګار زمونږ فلسطيني وروڼو په دښمن غالب كړې۔ امين









