حج 2025 خپل عروج ته ورسيد ٬ حجاج كرام وقوف عرفات ادا كولو له د عرفات په غونډۍ جمع شول ٬ سږ كال د حج خطبه په 35 ژبو كښې خپره كړې شوه

عرفات۔5جون (اے پی پی) د پاكستان په شمول ګردې نړۍ څخه د لكھونو په شمېر حاجيان صاحبان وقوف عرفات ادا كولو له د عرفات په غونډۍ كومه چې جبل الرحمه هم بللې شي جمع شول او د "لبېک اللھم لبېک..." (" زه حاضر يم اے پروردګار زه حاضر يم " نعرې يۍ پورته كړې۔پاکستان حج مشن عازمينو ته مشوره وركړې وه چې هغوي د روانېدو په وخت په ټاكلې شوو …

عرفات۔5جون (اے پی پی) د پاكستان په شمول ګردې نړۍ څخه د لكھونو په شمېر حاجيان صاحبان وقوف عرفات ادا كولو له د عرفات په غونډۍ كومه چې جبل الرحمه هم بللې شي جمع شول او د “لبېک اللھم لبېک…” (” زه حاضر يم اے پروردګار زه حاضر يم ” نعرې يۍ پورته كړې۔پاکستان حج مشن عازمينو ته مشوره وركړې وه چې هغوي د روانېدو په وخت په ټاكلې شوو وختونو عمل وكړي دغسې چې رش او زياتې ګرمۍ څخه محفوظ پاتې شي۔ سخت موسمی حالات نظر كښې نيولو سره د سعودي حكومت لخوا په جاري كړې شوې هداياتو عمل كولو سره حجاج كرامو مسجد نمره څخه خطبه په خپلو خېمو كښې واورېدله۔ سږ كال د حج خطبه په 35 ژبو كښې نشر كړې شوه۔ حاجيان صاحبان د ماسپخين او ماځيګر لمونځونه يو ځايې ادا كولو سره په عرفات كښی پاتې كېږي او ټوله ورځ عبادت كښې تېروي۔ د لمر پرېوتو سره حجاج كرام مزدلفه ته روانېږي چرته چې هغوي د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو وخت كوي۔ شپه په ښكاره مېدان كوي ۔ مزدلفې څخه دوئي ګټكي جمع كوي دغسې چې د شېطان ويشتلو سنت ادا كړے شي۔ په مزدلفه كښې د سهار له لمونځ وروستو به حاجيان صاحبان منی ته روانېږي۔ هر يو مكتب په 10 ذې الحجة رمي لپاره وختونه ټاكلي دي او هر يو ناظم له دا باوري كول دي چې حاجيان صاحبان په خپل ټاكلي شوي ځاې دا سنت ادا كړي۔ حجاج كرام به په 11 ذوالحجه د سهار لمونځ څخه وروستو’’حلق‘‘(سر خرولو) یا قصر ( وېښته كمولو) څخه وروستو احرام څخه بهر شي۔ سعودي چارواكو د پاكستان حاجيانو صاحبانو د قربانۍ وخت د 10 او 11 ذی الحجه منځومانه شپه كښې 12 نيمې بجې ټاكلې دې۔ حجاج کرامو له د اولنې ورځې رمي نيمې شپې څخه وړاندې بشپړول دي۔ د حج ډي جي عبدالوهاب سومرو’’اے پی پی‘‘ ته ووئيل چې پاكستاني عازمينو لپاره د بشپړه آسانيو انتظامات شوي دي۔ دا مهال 73 فیصد پاکستانی حاجيانو صاحبانو منی څخه د ټرېن د لارې سفر كړے دے۔ پاتې نور كسان د بسونو دلارې د عرفات مېدان ته رسېدلې دي۔ د حاجيانو صاحبانو خېر ښېګړه باوري كولو له نزدې 400 میډیکل او پېرامیډیکل افسران د روغتيا بېلو مركزونو كښې تعينات كړې شوي دي

مزید خبریں