ملګري ملتونه 03 جون (اے پي پي) ملګرو ملتونو په رفح كښې د فلسطینیانو د وژل كېدو د سمدستي پلټنو غوښتنه کړې ده۔ د العربیه له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګوتریش د غزه پټي په جنوبي ښار رفح كښې د فلسطینیانو د وژل كېدو او ژوبل كېدو د راپورونو په اړه د غم دړډ څرګندونه كړې او د دې پېښې د خپلواکه او سمدستي پلټنو غوښتنه یې …
ملګرو ملتونو په رفح كښې د فلسطینیانو د وژل كېدو د سمدستي پلټنو غوښتنه وکړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 03 جون (اے پي پي) ملګرو ملتونو په رفح كښې د فلسطینیانو د وژل كېدو د سمدستي پلټنو غوښتنه کړې ده۔ د العربیه له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګوتریش د غزه پټي په جنوبي ښار رفح كښې د فلسطینیانو د وژل كېدو او ژوبل كېدو د راپورونو په اړه د غم دړډ څرګندونه كړې او د دې پېښې د خپلواکه او سمدستي پلټنو غوښتنه یې وکړه۔ ده ووئيل چې دا د منلو وړ نه ده چې فلسطینیان باید د خوراك ترلاسه کولو لپاره خپل ژوند په خطر كښې واچوي۔ ده ووئيل زه د دې پېښو د سمدستي او بے پري پلټنو او د مجرمانو د حساب کولو غوښتنه کوم۔









