د پاکستاني شاهينز لخوا د رافيل جنګي الوتكو په ويشتلو د فرانس پوځ غبرګون هم رامخے ته شو

پېرس 29 مئي (اے پي پي) په پاك و هند جنګ كښې د فرانس د عصري جنګي الوتكې رافيل په غورځولو د فرانس پوځ وياند غبرګون رامخې ته شوے دے۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د فرانس پوځ وياند د پرېس بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې كه واقعي رافيل الوتكې ويشتلو سره غورځولې شوې وي نو دا به د دې الوتكو د 20 …

پېرس 29 مئي (اے پي پي) په پاك و هند جنګ كښې د فرانس د عصري جنګي الوتكې رافيل په غورځولو د فرانس پوځ وياند غبرګون رامخې ته شوے دے۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د فرانس پوځ وياند د پرېس بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې كه واقعي رافيل الوتكې ويشتلو سره غورځولې شوې وي نو دا به د دې الوتكو د 20 كلن سروس په مهال په وړومبي ځل يو مشن كښې زيان وي٬ په دې معامله د فرانس پوځ لخوا په رسمي توګه دا وړومبئ غبرګون هم دے۔ وياند ووئيل چې د الوتكې د كاركردګۍ په حواله فرانس په صورتحال نظر ساتلے دے او هند سره نېغ په نېغه د معلوماتو د تبادلې هڅه كوي۔ د فرانسوي پوځ وياند ووئيل چې د ځينې رپورټس له مخئ په دې جنګ كښې د سلګونو په شمېرې الوتكې شاملې وے ٬ كه د رافيل الوتكې د پرېوتو رپورټس درست وي نو دا به په دوه لسيزو كښې د دې الوتكې په اپرېشنل كاركردګۍ كښې وړومبې زيان وي٬ په دغه جنګ كښې په نړيواله كچه هم د هندي الوتكو د پرېوتو تصديق شوېدے خو دا وړومبۍ موقع ده چې د فرانس پوځ لخوا په دې اړه كوم ردعمل رامخے ته شوې دے۔