د سعودي خارجه وزير د وزیرانو په غونډه کښې د ګډون لپاره ميډرډ ته ورسید

ریاض 25 مئي (اے پي پي) د سعودي عربستان خارجه وزير وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په غزه کښې د صورتحال په اړه وزارتي کمېټۍ توسيعي غونډه كښې د ګډون لپاره ميډرډ ته ورسید۔د اېس پي اے له مخې په دې غونډه کښې ميډرډ ګروپ او څو اروپائي هېوادونو استازي شامل دي چې پكښې به د غزه پټۍ او لوېدیزي غاړې په صورتحال ، د جنګ مخنيوي او په غزه …

ریاض 25 مئي (اے پي پي) د سعودي عربستان خارجه وزير وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په غزه کښې د صورتحال په اړه وزارتي کمېټۍ توسيعي غونډه كښې د ګډون لپاره ميډرډ ته ورسید۔د اېس پي اے له مخې په دې غونډه کښې ميډرډ ګروپ او څو اروپائي هېوادونو استازي شامل دي چې پكښې به د غزه پټۍ او لوېدیزي غاړې په صورتحال ، د جنګ مخنيوي او په غزه کښې د انساني تكليفونو ختمولو لپاره په نړیوالو هڅو بحث كولې شي ۔هم دغسې به د دوه رياستي حل په اړه د یوې لوړې کچې نړیوالې نړيوال كنفرنس په تيارو هم خبرې اتري كولې شي ، كوم به چې د سعودي عربستان او فرانس په ګډه صدارت كښې راروانه مياشت جون كښې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر نیویارك كښې كيږي ۔