مکه مكرمه 24 مئي (اے پی پی) حرمین شریفین خادم، شاه سلمان بن عبدالعزیز سږ كال د 100 هېوادونو څخه 1300 کسان د شاهي میلمنو په توګه د حج د فریضې ادا کولو لپاره بللي دي۔ د د اېس پي اے له مخې د اسلامي چارو وزیر او د خادم حرمین شریفین میلمنو پروګرام څارني پروګرام سپروائزر شیخ ډاکټر عبداللطیف آل الشیخ د شاهي ماڼۍ له خوا په جاري شوې …
شاه سلمان به د 100 هیوادونو د 1300 حاجیانو کوربه توب كوي
مکه مكرمه 24 مئي (اے پی پی) حرمین شریفین خادم، شاه سلمان بن عبدالعزیز سږ كال د 100 هېوادونو څخه 1300 کسان د شاهي میلمنو په توګه د حج د فریضې ادا کولو لپاره بللي دي۔ د د اېس پي اے له مخې د اسلامي چارو وزیر او د خادم حرمین شریفین میلمنو پروګرام څارني پروګرام سپروائزر شیخ ډاکټر عبداللطیف آل الشیخ د شاهي ماڼۍ له خوا په جاري شوې احكاماتو د شاه سلمان بن عبدالعزیز او ولی عهد مننه وکړه۔د اسلامي چارو وزیر ووئیل چې د شاهي ماڼۍ د احكاماتو نه پس وزارت د میلمنو د راتګ او هغوی ته د غوره خذماتو وركولو لپاره چمتو دی۔ یو كوټلې منصوبه مرتب كړې شوي ده٬ د پروګرام له مخې، شاهي میلمانه به په مکه مکرمه او مدینې منورې کښې د اسلامي تاریخي ځایونو وزټ كوي ۔ په پروګرام کښې د حرمین شریفین د احكاماتو او سترو علماﺀ كرامو سره د میلمنو ځانګړې ملاقات هم كولې شي ۔د اسلامي چارو وزیر زیاته کړه چې د شاهي میلمنو په اړه دا پروګرام په 1417 هجري كښې پیل شوی ؤ۔ د دې پروګرام مقصد د اسلامي نړۍ د مذهبي، علمي او فکري مشرانو سره د اړیکو قوي كول او کلتوري تبادلې ته وده ورکول دي۔










