غزه كښې 29 كوچنيان او مشران وګړي د لوږې د لاسه په حق ورسيدل:د فلسطين د روغتيا وزير

رام ۔23 مئی(اے پی پی) په غزہ كښې 29 كوچنيان او زيات عمر لرونكي مشران وګړي د لوږې د لاسه په حق ورسېدل۔ د العربیه له مخې د فلسطين د روغتيا وزير اطلاع وركړې ده چې د اسرائيلي پوځ لخوا دوه نيمو مياشتو څخه زياتې مودې څخه د راروانې ناكه بندۍ د لاسه په غزه كښې دا صورتحال رامخے ته شوے دے چې لږ تر لږ 29 كوچنيان او زيات …

رام ۔23 مئی(اے پی پی) په غزہ كښې 29 كوچنيان او زيات عمر لرونكي مشران وګړي د لوږې د لاسه په حق ورسېدل۔ د العربیه له مخې د فلسطين د روغتيا وزير اطلاع وركړې ده چې د اسرائيلي پوځ لخوا دوه نيمو مياشتو څخه زياتې مودې څخه د راروانې ناكه بندۍ د لاسه په غزه كښې دا صورتحال رامخے ته شوے دے چې لږ تر لږ 29 كوچنيان او زيات عمر لرونكي مشران د لوږې د لاسه په حق رسېدلې دي۔ تېرو څو اوونيو څخه د بشري حقونو تنظيمونو ٬ د خوراك نړيوالې ادارې او د ملګرو ملتونو نورو ادارو دې پلو اشاره كوله چې په غزه كښې د ناكه بندۍ له امله د خوراك نشتون د كومې بشري الميې سبب ګرځېدے شي۔ د دې ادارو له مخې د اسرائيل لخوا د ناكه بندۍ د لاسه نزدې 23 لکه څخه زيات فلسطني وګړي د لوږې او قحط حالت سره مخ دي