جنېوا۔20 مئی (اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) يو وارې بيا خبردارے وركړے چې په غزه كښې د پرله پسې جنګ او د اسرائيلي ناكه بندۍ په نتيجه كښې 20 لكه فلسطينيان د لوږې له امله د مرګ خطر سره مخ شوي۔ د العربیه له مخې دا خبردارے د روغتيا نړيوالې ادارې ډي جي ټېډراس اېډھانوم ګېبريسس تېره ورځ د كلنې غونډې په موقع خپل خطاب …
غزه كښې 20 لكهه فلسطينيان د لوږې د لاسه د مرګ خلې ته رسيدلې: د روغتيا نړيواله اداره

مزید خبریں
جنېوا۔20 مئی (اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) يو وارې بيا خبردارے وركړے چې په غزه كښې د پرله پسې جنګ او د اسرائيلي ناكه بندۍ په نتيجه كښې 20 لكه فلسطينيان د لوږې له امله د مرګ خطر سره مخ شوي۔ د العربیه له مخې دا خبردارے د روغتيا نړيوالې ادارې ډي جي ټېډراس اېډھانوم ګېبريسس تېره ورځ د كلنې غونډې په موقع خپل خطاب كښې وركړو۔ ده ووئيل د روغتيا نړيواله اداره او د ملګرو ملتونو نورې ادارې د فلسطين سيمو ته خوراك رسولو له چمتؤ دي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ووئيل اسرائيل د مارچ 2 مې نېټې څخه د خوراك او داروګانو ترسيل په بندولو 20 لكه فلسطينيان د لوږې او د قحط صورتحال سره مخ كړې دي۔ ده ووئيل يو لك 60 زره مېټرك ټن خوراك د غزې درشل ته رسېدلے دے كوم چې د ناكه بندۍ ختمېدو سره په يو څو دقيقو كښې غزه ته منتقل كېدے شي۔ ده ووئيل په غزه كښې د اسرائيلي كارروائيو د لاسه په غزه كښې د روغتونونو نظام وړاندې څخه ناوړه دے۔ د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ووئيل د بده مرغه د غزه هغه رنځوران د كومو درملنې چې امكان لري د داروګانو د نشتوالي د لاسه مړه كيږي۔ده زياته كړه چې په روغتونونو بمبارۍ او بريدونه كېږي چې له امله يۍ دغه روغتونونه د رنځورانو د درملنو قابل نه پاتې كيږي










