خادم الحرمين شريفين يو زر فلسطينيانو ته د وړيا حج اسانيو وركولو سپارښتنه وكړه

رياض 19 مئي (اے پي پي) خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز پخپل زاتي خرڅ يو زر د فلسطين شهيدانو٬ بنديوانو او د ژوبل شوو كورنيو ته د وړيا حج اسانيو وركولو امر كړے دے۔ د اردو نيوز له مخې دا اسانۍ به د خادم حرمين شريفين مېلمنو لپاره د حج٬ عمره او د زيارت پروګرام له مخې وي٬ كوم چې د اسلامي چارو وزارت د دعوت او ارشاد …

رياض 19 مئي (اے پي پي) خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز پخپل زاتي خرڅ يو زر د فلسطين شهيدانو٬ بنديوانو او د ژوبل شوو كورنيو ته د وړيا حج اسانيو وركولو امر كړے دے۔ د اردو نيوز له مخې دا اسانۍ به د خادم حرمين شريفين مېلمنو لپاره د حج٬ عمره او د زيارت پروګرام له مخې وي٬ كوم چې د اسلامي چارو وزارت د دعوت او ارشاد په انتظام كښې كېږي٬ په دې موقع د اړوند وزارت وزير شېخ ډاکټر عبداللطيف بن عبدالعزيز آل الشيخ د خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان مننه وكړه۔ ده دا اقدام د سعودي په قيادت كښې د فلسطين اولس سره د مستقل ملاتړ ٬ اسلامي ورورولۍ د قوي رشتې او د خېرسګالۍ د جذبې مظهر وګرځولو۔

مزید خبریں